په ژوندی پڼه خپرونه
    ويروس

    په ایتالیا او هسپانیا کې د« اکزیلا ـ فاستیدیوس» د ویروس د خپریدو ګواښ

    © Fotolia/ Lorenzo Patoia
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 81 0 0

    د زیتون باغونه په هسپانیا کې تر ایتالیا نه وروسته په هغه ویروس د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ شوی دي چې بوټو پیژندونکې د « زیتون ایبولا » نوم ورکړې دي .

    تر هغه وروسته چې په ۲۰۱۳م کال امریکایي ویروس «اکزیلا فاستیدیوس »
    د اروپا لویی وچې ته سرایت وکړ تر اوسه د ایتالیا عایدات ته چې د زیتون د روزنې له برکته دغه هیواد ته رسیږي زیات تاوان رسیدلې دي.
    په ایتالیا کې د دغه ویروس د سرایت ساحې ډیرې سترې دي، دغه ویروس ډیر بی رحمه دي او د هغې سرایت د زیتون په بوټو کې ډیرې تباه کوونکې پایلې درلودې. ایتالوی کروندګرچې ورځپاڼې د هغوی خبره راوړی وایي: موږ د زیتون له خپلو باغونو څخه د خپلو ماشومانوپه توګه څارنه کوله خو اوس دغه باغونه په کلی توګه له منځه تللې دي. له یوه کال نه هم په لږه موده کې دغه ویروس کولای شي چې بشپړ باغونه له منځه یوسي. د« بلانکا لیند » په نامه د کرکیلې د جبرانی موسسې د تحلیلوونکې په نظر د دغه ویروس د اخته کیدو په صورت کې ونې وچیږي او څرنګه چې تر اوسه داسې درمل نه دې جوړ شوی چې ونې له وچیدو نه وژغوري ، نو ایتالوی کروندګر دیته اړکیږي چې خپلې ونې له ریښې نه پرې کړي او په دې توګه په نورو ونو کي د ویروس د سرایت مخه ونیسي.
    باید وویل شي چې دغه ګواښوونګې باکتريا لومړۍ ځل د امریکا متحدو ایالتونو په بوتو کې لیدل شوی و. په اروپا کې تر دغه وخته پورې دغه ویروس هیڅکله نه و لیدل شوی.
    امریکایی بیولوژی پوهانوچې ایتالوی کروندګر له دوی څخه د مرستې غوښتنې کړی وه ، وایي چې د هوا د تودوخې لوړو درجو او وچکالۍ په نورو بوټو کې د دغه ویروس د سرایت امکانات پراخوی
    له دې نه پخوا د اروپا د خوراکی موادو د بیخطری ټولنه خبر ورکړې و چې د «اکزیلا ـ فاستیدیوس » ویروس چې په ایتالیا کې د زیتون ونو د له منځه تللو سبب شوی ، کیدای شي په راتلونکې کې به د زیتونو غوړیو نورو اروپایی تولیدوونکې هیوادونو ته هم ورسیږي.
    د کروندګرو له خبرو څرګندیږي چې دولت د دغه ویروس د مقابلې له پاره پیسې نه دې بیل کړې. د زیتونو د غوړیو د تولیدوونکې اتحادیی رییس «جیوانی- میلکارینی » وایي دغه ویروس کولای شي په راتلونکو کلونوکې د مدیتراني سیمې ټول هیوادونه له ګواښ سره مخامخ کړي.

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی