په ژوندی پڼه خپرونه
    ديونسکو خونډي کړنلاره

    ديونسکو خونډي کړنلاره

    © Sputnik/ Y. Polyakov
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 77 0 0

    نن د يونسکو فعاليتونه په څلورو اصلي برخو تقسيم شوي دي – انسان او دځمکې په کره کې ژوند ، جهاني ميراث، نه لمس کيدونکی کلتوري ميراث او د نړۍ یادونه. تول دغه پروګرامونه او کړنلاري دانسان دخونديتوب دپاره سره متحد شوي دي.

    ټول دژوند دغه شرايط، او د کلتور د خوندي کولو رمز ديو نسل څخه بل نسل ته انتقاليږي.
    په ځانګړۍ توګه دانسان اغيز پر طبيعي اکو سيستمونو باندې په ډير دقيق ډول مطالعه کيږي.
    دچاپيريال ساتني او دانساني پراختيا دهڅو ترمنځ داړېکو رامنځته کول.
    ديادونۍ وړ ده. دغه پروګرامونه د يونسکودکار اوفعاليت سره د جهاني ميراث د ساتني په موخه نيغ په نيغه اړېکې لري.
    له ۱۹۷۷ کال راهيسي هر کال د جهاني ميراث کميټه په ټوله نړۍ کې طبيعي یا دانسان په لاس جوړ شوي شيان ، چې ځانګړی کلتوري تاريخي اهميت لري لاسته راوړی.
    ددغو طبيعي شيانو دژوندي پاته کيدلو په موخه بايد کار په دومداره توګه دوام ومومي.
    دامطلب دروسيي دسولي بنست دريس مرستياله ايلينا سوترمينا څرګند کړ.

    اوس د نده داده، چې تاريخي اثار بیرته راژوندي کړو. اوس دبيا رغاوني د قيق پروګرام روان دي. تر څو دغه اثار خوندي او ديونسکو په جهاني نوملړ کې داخل سي.
    زموږ دهيواد د نده داده چې تر ټولو زيات دغه تاريخي اثار په جهاني ميراث کې راغونډ او ځای پرځای سي.، داځکه زموږ هيواد ډيرغني دي. موږ ډير دودونه لرو، نو زموږ په مخ کې دا د نده پرته ده، تر څو هغه تاريځي يا د ګارونه او اثار چې په يونسکو کې ثبت دي، د هغوي خپله ظاهري بڼي ته تغيير ورنه کړل سي او خوندي پاتي سي.
    دا موږ ته ددې امکانات برابروي، تر څو ځپله ټولنه ښه وپيژنو، البته ديونسکو له لارې، څوچې دخلګو علاقه زياته سي. چې ددې کار له امله خپل هيواد ته سيلانيان راجلب کړو. او دا کار د داخلي سيلانيانودودي دپاره هم ډير مهم دي. موږ ډير ښه ځايونه لرو، چې بايد وليدل سي موږ دطبعيت بيلابيل جوړښتونه او معماري لرو. ددې کار دپاره ډير څه ترسره کيږي.
    ديونسکو بله په زړه پورې برخه- دکلتوري ميراثونو خوندي کول دي، چې لاسوهنه پکې ونسي.او دآ په کلتور کې ډير مهم رول لوبوي. شفاهي دودونه، مذهبي دود اودستور، نڅاګاني، موسيقي، لاسي صنايع — دا ټول هغه څه دي چې دپيړيو په اوږدوکې دانسان، خلګو او چاپيريال ترمنځ اړېکو سره يي تماس درلود. په هرحال روسيه د ژوندي ميراثونو د خوندې کولو په اړه مهم رول لوبوي او په دې اړه ښه مفکوره لري. داخبره په يونسکو کې دروسيي دايمي استازې آیلينورا ميترافانواڅرګند کړی دي.
    نه لمس کيدونکې کلتوري اثار — دا عبارت له پخوانۍ اهنګونه ، دود ،عنعنه ، پختن ، عامه فرهنګ څخه دي. موږ دغه کنوانسيون لاسليک کړي دي، طرح جوړه شوی ده ځو تصویب شوی نه ده. نوله دې کبله زموږ يواځي دوه تاسيسات لرو چې په نه لمس کيدونکې کلتوري اثارو کې ثبت دي داد النخو یاقوتي اوږد حماسي شعر او د زبايکال د پخواني مومنانو سنت، اوبس. خو دغه كنوينشن په ډيره فعاله توګه دپراختيا په حال کې دي.اوډير دغه سايټونه یا موقعيتونه ليکل شوي دي. دبيلګې په توګه ارجنتاين، ټانګو، ليکل شوي ده او ليزګينکا — محاط اوداسي نور.
    ديونسکو څلورم پروګرام ډير پرمختللی اومډرن دي. داځکه دازموږ داوسنۍ زماني د تخنيکي امکاناتو سره برابر دي. د دغه استقامت دعلاقي وړ مسا يل تاريخي اسناد او ارشيف دي، په دې اړه آیلينورا ميترافانوا خپلو خبروته دوام ورکوي.
    دنړۍ حافظه- دا په فرد پورې اړوند ميراث دي چې په نوملړ کې شامل او ډاګيزه شوي ده او هرڅوک دانترنيټ له لارې ورته لاسرسي لري.
    د يونسکوسره مل يا شريک associate ښوونځی شبکه په فعاله او دومداره توګه کار کوي د بشري حقونواو د فرهنګي ميراث دلا پراختيا دنده تر سره کوي.
    کار پوهان مني چې اوس يواځني مشکل چې يونسکو ته داغيزمن او ډاډمن کار اجازه نه ورکوي هغه دهغو معلوماتو په اړه لاسرسي نه لرل دي چې په يوشمير هيوادونو کې موجود دي. نو له دې کبله ديونسکو
    يوبل ګډ هدف — دبيان ازادۍ، معلوماتو ته لاسرسي او دټولي نړۍ خلګو ته په برابره او مساوي توګه زده کړه ، پوهه او روزنه ورکول دي.
    .

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی