په ژوندی پڼه خپرونه
    بشار اسد

    ختیځه دانایی یا لویدیځ حماقت؟ امریکا اوس هیله منه ده چی اسد به پخپله له کار لاس په سر شی

    © Photo/ press office of president of Syria
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6710

    داسی ښکاری چی پنتاګون اوس غواړی د سوریی د ولسمشر پرخلاف د ختیځو مفکرینو له زړی وسلی – د غلیم د مړی راوړلو ته له انتظار ایستلو، کار واخلی. د امریکی د دفاع وزیر ایشتون کارتر څرګنده کړی چی د بشار اسد داوطلبانه ګوښه کیدو ته، که سملاسی هم نه وی، هیله من دی.

    په عین حال کی د امریکی د بهرنیو چارو وزیر جان کری، لکه چی پروګرام شوی وی، د پخوا په شان د کیمیاوی وسلی شتون تائیدوی. دی دا خبره ممکنه گڼی چی له دغو زیرمو ښایی د سوریی اپوزیسیون کار اخیستی وی، خو په هر صورت کی اسد مقصر دی. په همداسی بریالیتوب نه یوازی د بشار اسد په خپله خوښه ګوښه کیدو، بلکه له دیوال سره د هغه د سر وهنی په وسیله پر ځان وژنی حساب کولی شی.
    د ا امریکی د دفاع وزیر وایی چی د سوریی د حکومت واکمنی یوازی په دمشق او د سوریی په ځینی نورو سیمو محدوده ده. خو که دا خبره سمه وی نو ولی د سوریی اپوزیسیون ځواکونه چی د امریکی ملاتړ ورسره دی، نشی کولی هغه رانسکو کړی؟ د کارتر په نظر د اسد رژیم همداشان په سیمه کی افراطیت ته لمن وهی. خو دی دا خبره هیروی چی د سوریی حکومت د اسلامی دولت له ډلی سره په مخامخ جګړه بوخت دی. امریکا په عین حال کی وایی چی د اسلامی دولت د ډلی پرخلاف مبارزه به ډیر کلونه دوام وکړی. دا ثابته وی چی د دوی عملیاتو کومه نتیجه نه ده ورکړی. دا په دی معنی ده چی د بارک اوباما د اداری له خوا غوره شوی ستراتیژی کار نه ورکوی. تروریستان خپل واک پیاوړی کوی او په سیمه کی خپل نفوذ نور هم خپروی. خو د هوایی ګوزارونو څخه ملکی خلک زیانمن کیږی او د سیمی اقتصاد ورانوی. د منځ لاری اپوزیسیون استاځی چی امریکا غواړی له دوی د سوریی نوی حکومت جوړ کړی، له افراطیونو سره جګړی ته نه دی تیار. کارتر ویلی چی د امریکایی مشاورینو له لوری د اپوزیسیون د استاځو تر روزلو وروسته دوی ونه شوای کړی چی د سم تفکر درلودونکی کسان ومومی. د پنتاګون مشر منلی چی د دوی له لوری روزل شوی کسان ښایی له تروریستانو سره هم اړیکی ولری. نو دی ځکه د اسد پخپله خوښه ګوښه کیدو ته هیله من دی. ویلی شو چی تروریستان او د هغوی لاس پوڅی په بشپړه توګه د واشنګټن په ګټه فعالیت کوی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی