په ژوندی پڼه خپرونه
    ایران ـ انترنیت او د ودونو دود

    ایران ـ انترنیت او د ودونو دود

    © Fotolia/ J. Mihatsch
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6010

    په ایران کې دولت د نکاح د ثبت د ادارو کار قانونی کوي.

    حمود ګلزاری د ایران د ځوانانو او سپورت د وزارت مرستیال وزیر د دغې نوی دولتي پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون درلود.
    دغه پروژه د« همسان ګزیني »او یا د میړه او ښځه د غوره کولو د پروژې په نامه یادیږي.
    د وزیر مرستیال ژورنالیستانو ته وویل: د دغې پروژې د جوړولو موخه نه یواځې په هیواد کې و ودونو د کچې زیاتول ، بلکې د غیر قانونی او مشکوکو سایټونو له استفادې څخه د ځوانانو ژغورل دي.
    ښاغلۍ ګلزاری وویل: مونږ پر دې حساب کوو چې د ټولو اخلاقي او مذهبی اصولو په پام کې نیولو سره له دغه سایټ څخه کار اخیستل به په هیواد کې د واده کولو شمیر زیات کړي او په کال کې به تر ۱۰۰ زرو جوړو ورسوي.

    سایت همسر گزینی
    © Photo/ PrtScr: hamsangozini.com
    سایت همسر گزینی

    د «همسان ګزیني » د سایټ کار په داسې توګه تنظیم شوی چې د سایټ د هرې کاروونکې له پاره اختصاصي پاڼه جوړیږي چې په هغه کې د دوی بشپړ محرمتوب او اطلاعاتي امنییت تامینیږي.
    اوس په ایران کې تر ۳۵۰ غیر قانوني او شکمن سایټونو فعالیت کوي. مونږ هیله من یو چې دغه پروژه به د ټولو اخلاقي او دیني اصولو په پام کې نیولو سره وکولای شي د ځوانانو پرابلمونه حل کړي.
    څنګه او په څه ډول دغه غیر قانوني سایټونه رامنځ ته شوی دي ؟
    حجت السلام هادی زایًری د تهران د پوهنتون پروفیسور او د کلتور په چارو کې کارپوه د سپوتنیک رادیو له فارسی څانګې سره په مرکه کې داسې وویل:


    لکه چې اعلام شوی هم دي د ژوند دملګرې د پیداکولو په پروژه کې ماهر کارپوهانو پر کار بوخت دي چې د دوی په ډله کې مسلکي ارواپیژندونکې ، دینی او روحانی شخصیتونه ، د لوړو ښونیزو موسسو استادان او ډاکترانو غړیتوب لري.
    متخصصینو ته د هغو پیغلو او ځوانانو په اړه چې نیت لري له یوه بل سره اشنا شي لازم اطلاعات ورکول کیږي او د « شخصیت علمی ازمایښت او رواني تستونه» سرته رسیږي. د ورکول شوو پارامترونو په اساس دغه اطلاعات څیړل کیږي ، وروسته نوماندانو غوره کیږي او دوی ته د اشنا کیدو سپارښت کیږي.
    د ملاتړ مرکز هم په موازی ډول فعالیت کوي او په ټولو ساحو کې لازمې مشورې وړاندې کوي.
    د ژوند د ملګرۍ د پیداکولو د پروژې په جوړښت کې علمی شبکې ، مشورتي خدمتونه ، تجربه لرونکې روانشناسانو او همدارنګه د اجتماعی پرابلمونو په ساحه کې کارپوهانو او متخصصینو چې اطلاعاتي امنییت تامینوی ،فعالیت کوي.
    د دغه سایټ جوړوونکې ښاغلې سید یزدانی د سپوتنیک راډیو د فارسی څانګې له خبریالې مارینا الشعلان سره په مرکه کې داسې معلومات ورکړ:

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی