په ژوندی پڼه خپرونه
    زعفران د کوکنارو پرځای: ایران تیار دی د کابل او اپوزیسیون ترمنځ منځګړیتوب وکړي

    زعفران د کوکنارو پرځای: ایران تیار دی د کابل او اپوزیسیون ترمنځ منځګړیتوب وکړي

    © REUTERS/ Parwiz
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3411

    ایران تیار دی په افغانستان کی د سولې په پروسه کی مرسته وکړي.

    دا دریځ تهران په مسکو کی د اپریل په ۱۴ نیټه په افغانستان کی د اوضاع د حل په هکله د بین المللی مشورو په ترځ کی چی په هغو کی د ۱۱ دولتونو — هند، پاکستان، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون د بهرنیو چارو د وزیرانو مرستیالانو، خاصو استازو او جګپوړو شخصیتونو برخه اخیستې وه، څرګند کړ.
    د آسیايي او اقیانوسیه مسالو په هکله د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ابراهیم رحیمپور، د مسکو په غونډه کی د وینا په ترځ کی وویل چی «ایران تیار دی د افغانستان له دولت سره په دغه هیواد کی د سولې په برقرارولو او د کورنیو او سیمه ایزو ستونزو، له هغې جملې د مخدره موادو د قاچاق او امنیتي چارو په برخه کی همکاری وکړي.
    ښاغلي ابراهیم رحیمپور په دغه غونډه کی پر دې ټینګار وکړ چی په افغانستان کی له امنیتي مسالو سره تړلې وضعه دومره ښه نه ده. د هغه په خبره،

    «باید نه یوازې له افراطي تروریستي ډلو سره د مبارزې په هکله هلې ځلې زیاتې کړی شي، بلکی په منظمه توګه په افغانستان کی د سولې د ټینګښت په موخه مشورې تر سره شي او سوله ایز ژوند ته د افغان اپوزیسیون د راګرزیدو لپاره شرایط تامین کړی شي».


    د آسیايي او اقیانوسیه مسالو په هکله د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال توضیح کړه:

    « موږ په ایران کی د دې هڅې پلوي یو چی طالبان او د اپوزیسیون نورې ډلې په دغه هیواد کی د افغانستان له دولت سره مذاکره وکړي او که چیرې کوم وخت د افغانستان دولت له دې موضوع سره موافقه وکړي، له هغوی نه دعوت به د سولې په جسلو کی د حضور لپاره ممکن شي».


    په داسې حال کی ایران تر ډیره حده د روسیې د جمهور رییس له دریځ سره په دې هکله پیوستون لري چی په افغانستان کی ټولو ځواکونو سره، د طالبانو په ګډون، چی ملي تفاهم ته له رسیدو سره علاقمندي ولري، باید اړیکې ټینګې شي.
    خو دا به تر کومه حده له واقعیت سره سمون ولري؟ او ایران به له افغانستان سره د روانو پیښو په رڼا کی څه ډول مرسته وکړي؟
    دې پوښتنو ته د سپوتنیک فارسي څانګې سره په مرکه کی د افغانستان، پاکستان او هند د اړونده مسالو د سیمه ایزو مطالعاتو نامتو ایراني کارپوه پیرمحمد ملازحي د ځوابونه د موندلو هڅه کړی چی ستاسې پام د هغه څرګندنو ته رګرزوو:

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی