23 مارچ 2015, 11:43

په تاجکستان کې پر حجاب بنديز لګول کيږي

د تاجکستان مقاماتو ښځو ته بلنه ورکړې ، چې دتوررنګه جامو داغوستلو او حجاب څخه ډډه وکړي .دولت په دې عقيده دي چې دادول جامي دملي سبک او ډول سره سر نه خوري.نو اوس پو ښتنه پيداکيږي ، چې لوړ مقامات به په دې اړه عملي اقدام ترسره کړي . په دوشنبي ښارکې زموږ خبريال ګاليم فسخودينوف هڅه کړي ده چې دې او دې ته ورتو پوښتنو ته ځواب ومومي .

پر حجاب او نقاب (د ښځو د مخ پټولو پرده، بورقه، پړونی)پخپله دتاجکستان ولسمشرامام علي رحمان هم نيوکه کړي ده ، اوويلي ئي دي : چې مذهبي جامی دتاجکستان دملي سبک او طرز سره سمون نه لري .دتاجکستان ولسمشر ویلي دي ،چې په پخوانيو وختونو کې حتی دويريا ماتم په ورځو کې دهيواد ښځو توررنګه جامې نه اغوستل. دتاجکستان دولسمشر د څرګندونو پر وړاندې .دټولني کارپوهانو سمدلاسه په دې باب خپل ځواب ورکړ .دمذهبي او سکولار خبرواترو داکاډمي مشراو اسلامي محقق فريدون هادي زاده زموږ دراډيو سره په مرکه کې وويل :

دولت او حکومت يواځي بلنه ورکوي خو هدايت او لارښودنه نه کوي . حکومت په دې اړه غواړي ،چې موږ خپل هويت دلاسه ورنکړو ددولت سياست دادي او کوښښ کوي چې تاجکان ځپل ځانونه ورک نه کړي او خپل اصالت خوندي کړي.

نن دتاجکستان په تعليمي موسسو کې دحجاب اغوستل منع دي .په دولتي ارګانونو کې مخ پټواو بورقه يي ښځو ته هرکلی نه ويل کيږي

ناظرين وائي چې په تاجکستان کې دتورو جامو اغوستل يواځي څو کاله مخکې رامنځ ته شول، په هيواد کې دلمړي ځل دپاره حجاب رامنځ ته شو ، چې حتی خلک ئي وډارکړل.خو وروسته او کرارکرار له دغو جامو سره علاقه زياته شوه.که څه هم په تاجکستان کې د اسلامي جامو دګنډلو (د خياطي ) موسسه نشته ، نو ځکه دمحلي فيشن دپاره حجاب له بهر څخه وارديږي دغه جامي دعربي هيوادونو او ايران څخه وارديږي .

په ورستيو کلنوکې په واده کې دناوی دپاره دغه جامي دورځي په يو موډ بدل شوي .دامطلب دواده ديو سالن دکانداره زهره سنګينوا څرګند کړ

موږته نجونې د واده په اروپائي جامو کې راځي خوبيا هم زموږ څخه د حجاب د جامو غوښتنه کوي . داد موډ بهير دي.که چيرې داډول موډ ته دوام ورکړل شي وروسته له څو کلونو به ددې شاهدان يو، چې په تاجکستان کې د ناوې ظاهري بڼه په تندي اوشدت تغير ومومۍ ، اوددې وخت رارسيږي چې دشيانو يا موادو لړۍ تبديله کړو .تر شل فیصده زياتې ښځې د ناچاري اومجبوري له کبله حجاب په تن کوي . .دغه ارزونه دوه کاله مخکې د کورنۍ اوښځو دکميټي له خوا چې دتاجکستان دحکومت تر

ادارې لاندې فعاليت کوي ، تر سره شوی ده .ديوې نظر پوښتني له مخې ښځو اعتراف کړي چې دخپلوانو لخوا مجبوره شوي چې حجاب واغوندي – دا خپلون مور اوپلار ، ورور اويا هم ميړه دي خو يوشمير پيغلي بيا حجاب موډګني او استعمالوي ئي ،.

په دوشنبي کې د روسيي او تاجکستان د پوهنتون دسياسي علومود فاکولتي درئيس زرينه دينارشوویوي په عقيده ،اغلبا هغه ښځې چې اسلامي جامي په تن کوي داسلام ددين په اړه کافي معلومات نه لري .

زرينه دينارشوویوي وائي:وګورئ ، )څوک حجاب په تن کوي ، دغه نجوني چې دوه –دري کاله مخکې ددوی ظاهري بڼه بل ډول وه ،یعني په اروپائي موډ کې ګر ځيدلي خو نن همدغه نجوني ويني چې په حجاب او ستر، کې ګرځي .برسيره پردې اوس په تاجکستان کې عمومي افکار په دې ډول دي، هغه نجوني چې حجاب اغوندي ،پاک لمني دي .او دغه ډله نجوني دواده کولو ډير چانس لري .خو په واقعي توګه ددغو نجونو اکثريت پر اسلام باور نه لري .دوی يواځې د۲۰ کلني نجلي په توګه فکر کوي د شريعت او داسلام دنورو قوانينو په اړه هيځ فکر نه کوي . (

خو اسلامي محقق فرخ عمروف دغه مشکل ته له بلې زاوئي ګوري . دی په دې عقيده دي :مذهبي احساسات – داهغه څه دي چې نن تاجکستانې ټولنه پکې ژوند کوي . دی وائي دغه جامي کرارکرار پر خپل ایمان د باور په ټينګېدو بدليږي.

داسلاميزم دپاره ساده اواسانه لار –داد مذهبي سمبول يانښي پراختيا ده .په همدې ډول حجاب اغوستل کيږي . دبيلګې په توګه په تاجکستان کې چې ښځي حجاب اغوندي ځان اسلام ته ډير نږدې ګڼي او هغه چاته په منفي او بد نظر ګوري چې اروپائي جامي اغوندي .

دکارپوهانو په عقيده اړينه ده وګړو ته بديل وړاندې سي ، او دلته ، فقط ددولت ستونزي رآپورته کيږي داروپائي جامو واردول منع کيږي داپه داسي حال کې دي چې دتاجکستان دجامو ملي صنعت لا نوی دي ، په هيواد کې له ډير ځڼد او رکود وروسته،دتاجيک دوديز موډي روښانه توکران اطلس او ادرس په توليد پيل کوي

  

  •  
    او په ... کې شریکول
 
برېښنالیک