31 مارچ 2015, 21:37

ولادیمیر پوتین غواړي نېویارک ته لاړ شي

ولادیمیر پوتین غواړي نېویارک ته لاړ شي

د روسیې یو شمېر رسنیو ته څرګنده شوې، چې احتمال شته، د روسیې فدراسیون ولسمشر ولادیمیر پوتین د سږ کال په سیپټمبر کې په نېویارک کې د ملګرو ملتونوټولنې د عمومي اسامبلې د غونډو د ۷۰-مې جشني دورې د پرانیستلو په مراسمو کې وینا وکړي.

د « کامرسانت » ورځپاڼې د اطلاعاتي سرچېنو له خولې « دغه سفر چمتو کیږي »، خو د اګست میاشتې په پیل کې به یې په تړاو بشپړه روښانتیا راپیدا شي. د روسیې د ولسمشر ویاند دمیتري پېسکوف هم د دې پخلی وکړ، چې هو، دغه کار تر کتنې لاندې دی.

ولادیمیر پوتین د ملګرو ملتونو ټولنې له دریدځایه درې ځله – په ۲۰۰۰، ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ کالونو کې ویناوې وکړې. د ملګروملتونوټولنې د عمومي اسامبلې د غونډو د راروانې دورې یوه اساسي موضوع به، د ملګروملتونوټولنې په امنیت شورا کې د پینځو دایمي غړو هېوادونو، چې روسیه هم پکې ده، د ویټو حق محدودول وي. دغه موضوع د لویدیځ د یو شمېر هېوادونو په ابتکار بحثونو ته وړاندې کیږي. دېته انتظار لرل کیږي، چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو مشران به د ملګروملتونوټولنې د عمومي اسامبلې د غونډو د ۷۰-مې جشني دورې په پرانیستلو کې ګډون وکړي. سربېره پر همدې، لکه چې څرګنده شوې، د روم پاپ به هم په وروستیو ۲۰ کالونو کې لومړی ځل نېویارک ته لاړ شي. د ملګرو ملتونوټولنې په عمومي اسامبله کې د ده وینا د سیپټمبر پر ۲۵ ټاکل شوې ده.

دملګروملتونوټولنې له دریدځایه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د لومړنۍ وینا له شیبې راهیسې د دې غوښتنې زیاتې شوي، چې د ملګروملتونوټولنې په کیلي ییزو اورګانونو کې باید ژور بدلونونه راوستل شي. په تېره بیا د ملګروملتونوټولنې د امنیت شورا په تړاو زیاتې نېوکې کیږي. د ملګروملتونوټولنې دغه اورګان ۱۵ غړي لري، چې پینځه یې دایمي او لس نور یې دوراني دي. د ملګروملتونوټولنې د امنیت شورا دایمي غړي هېوادونه – برتانیا، چین، روسیه، امریکا متحد ایالتونه او فرانسه – د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو د وېټو کولو حق لري. دغه واقعیت، چې په وروستیو کالونو کې د نېږدې ټولو ډېرو حادو او کړکېچنو بحرانونو په وړاندې د دغو هېوادونو په دریځونو کې ژور بېلتون لیدل کیږي، نېوکه کوونکو هېوادونو ته د دې پلمه په لاس ورکړې، چې ووایي: د ملګروملتونوټولنې امنیت شورا له ښې توښې لوېدلی اورګان دی.

روسیه د ملګروملتونو ټولنې په جوړښت کې د بدلونونو د راوستلو په مسأله کې له احتیاطه ډک دریځ لري. پر شته پرابلمونو له بحث کولو ډډه نه کوي، خو د وېټو د حق د له منځه وړلو کلکه مخالفه ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۰۰ کال کې د ملګروملتونوټولنې په عمومي اسامبله کې په خپله لومړنۍ وینا کې اعلان وکړ، چې د ملګروملتونوټولنه د ۲۰-مې پېړۍ په نیمایي کې له خپل سرۍ، هژمونیزم او دیکتې څخه د ژغورون ضامن وه. پوتین په خپله همدغه وینا کې دا هم وویل، چې شلمه پېړۍ د سترو بریاوو او زړه بوګنوونکو جګړو، د انقلابي پرمختګونو او ژورو ناهیلیو پېر شو، خو هېوادونو او ولسونو وکړای شول، چې کرکه له منځه یوسي او د سړې جګړې ټغر ټول کړي. ولادیمیر پوتین زیاته کړه: هغه سیاسي موده، چې مشرانو ته ورکړ شوې، معمولا ډېره اوږده نه وي. له موږ سره بخت په دې کې ملتیا کړې، چې په دغه ډېر حساس پېر کې زيږیدلي یو او ژوند کوو. او د دې نیکمرغي راپه برخه شوې، چې د خپلو ولسونو ملاتړ راسره دی. نو ځکه دا د هر سیاستوال طبیعي دنده ده، چې لږترلږه یو ګام وړاندې د پېښو د لیدلو وس ولري.

ولادیمیر پوتین همغه وخت په خپله وینا کې وویل:موږ باید هغه چاته چانس ورکړو، چې تر موږ وروسته راځي. او زیاته یې کړه، چې د ملګروملتونوټولنې د ټولو غړو هېوادونو ګډ دښمن – تروریزم دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۰۳ کال کې په خپله وینا کې په دې تړاو ګېله وکړه، چې لا تروسه پورې ډېر هېوادونه د تروریستي ګواښ په جدیت نه دي پوهېدلي او هیله یې څرګنده کړه، چې د ملګروملتونو ټولنه به د نړیوالې تروریستي ضد ټلوالې بنسټ شي. ده وویل، چې د ملګروملتونوټولنې وس او وزلو ته نه یوازې اړتیا ده، بلکې په کیلي ییزو حالاتو کې بدیل هم نه لري. د همدې په څنګ کې دغه خبره هم وشوه، چې د ملګروملتونوټولنه، د هر پیچلي جوړښت د سیستم په څیر بشپړتیا ته اړتیا لري. سربېره پر همدې د روسیې فدراسیون ولسمشر، ان لا په همغه کې وویل، چې د ملګروملتونوټولنې د امنیت شورا غړي هېوادونه خاص مسؤلیت پر غاړه لري. نړیوال قدرت کېدل – له نړیوالې ټولنې سره د یوځای کېدو په معنا دي. په ریښتوني پیاوړي او اغیزه ناک هېواد بدلېدل – په دې معنا دي، چې د وړو ولسونو او د اقتصادي کم وسه هېوادونو پرابلمونه ولېدای شي او هغه حل کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ملګروملتونوټولنې د عمومي اسامبلې غونډو په ۶۰-مه دوره کې په خپله وینا کې د دې اړتیا اعلان کړه، چې د ملګروملتونوټولنه باید له نوو تاریخي واقعیتونو سره روږدي شي. خو د همدې په څنګ کې یې د دې خبرداری هم ورکړ، چې دغه بهیر باید هېوادونه سره یوموټی کړي، نه سره بېل. ولادیمیر پوتین په خپله همدغه وینا کې یو ځل بیا د تروریزم موضوع پورته کړه او په ډاګه یې وویل، چې تروریزم د بشري حقوقو او ازادیو په وړاندې اساسي ګواښ دی. موږ باید د تمدني بېلتون او د تروریستي یرغل د ایډیالوژیو د جوړوونکو په وړاندې، نه یوازې د هېوادونو په همغږه شوو کړنو ځواب ورکړو، بلکې په دغه ځواب کې د مدني ټولنو، رسنیو، د کلتوري او بشري همکاریو له پراخو شونتیاوو هم اغېزمنه استفاده وکړو.

پروسږ کال د روسیې فدراسیون پلاوی، چې مشري یې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف ته ور په غاړه وه، په اوکرایین کې د حالاتو په تړاو د ملګروملتونوټولنې په عمومي اسامبله کې له زیاتو نېوکو سره مخامخ شو. د روسیې مخالفینو، چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس یې په سر کې وو، د نېوکو په دغه لړۍ کې بې سارې کلکه هڅه وکړه، چې د روسیې له خوا د وېټو حق کارول محدود کړي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل: دا د ډېر ستر مسؤلیت مسأله ده. او مسؤلیت په دې کې دی، چې د امنیت شورا کار باید فلج نشي، بلکې شخړې باید حل شي. فرانسه او د هغې انډیوالان په دې حساب کوي، چې دغه مسأله باید د ملګروملتونوټولنې د عمومي د غونډو په ۷۰-مه جشني دوره کې حل شي. دوی د دې غوښتنه کوي، چې د هغو ټولو مسألو په حل کې، چې له حادو بشري بحرانونو او له بشري ضد جنایتونو سره تړلي دي، د امنیت شورا د ټولو دایمي غړو هېوادونو له خوا د وېټو د حق کارول بند شي.

  •  
    او په ... کې شریکول
 
برېښنالیک