8 اپریل 2015, 18:59

سعودي عربستان بې له پاکستانه د حوثیانو د ماتولو زور نه لري

سعودي عربستان بې له پاکستانه د حوثیانو د ماتولو زور نه لري

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د خپل هېواد د پارلمان وکیلانو ته خبر ورکړ، چې الریاض له اسلام اباده پوځي مرسته غوښتې ده. سعودي عربستان غوښتي چې پاکستان جنګي الوتکې، بېړۍ او پوځیان ورولېږي.

 پاکستان به، په هره بیه کیږي، د سعودي عربستان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړي. خو پرون یې د هېواد د پارلمان په وړاندې په خپله وینا کې وویل، چې اسلام اباد د حوثیانو پرضد د مبارزې لپاره له جوړې شوې عربي ټلوالې سره د یوځای کېدا په تړاو په بېړه د کومې پرېکړې هوډ نه لري. نواز شریف د پارلماني بحثونو په بهیر کې وویل: بېړه مه کوئ، موږ هم چېرې بېړه نه لرو، موږ غواړو چې د تاسې ټولې نظریې واورو. زه غواړم، چې زموږ پارلمان هم زموږ د دوستانو د غوښتنې په تړاو خپل دریځ څرګند کړي.

پاکستان له یوه داسې حالت سره مخامخ شوی، چې د چا خبره هم یې زړه کیږي او هم ساړه. له سعودي عربستان سره ډېر نېږدې او اتحادي اړیکي لري. خو په وروستیو وختونو کې یې له ایران سره هم همکارۍ ته په ډېر فعالتوب وده ورکوله. او ایران، د ځینو اطلاعاتو له مخې د یمن د « انصارالله » د ګروپ د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي. نو ځکه د یمن په شخړه کې د سعودي عربستان په پلو د اسلام اباد ګډون کولای شي، چې له تهران سره د پاکستان پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

د روسیې د پوهنو اکاډیمۍ د ختیځپوهنو د انستیتوت مرستیال رییس ویاچېسلاو بېله کرېنیڅکي په دې باور دی، چې د پاکستان پارلمان به په وروستي حساب کې له عربي ټلوالې سره د یوځای کېدو پرېکړه وکړي. ویاچېسلاو بېله کرېنیڅکي زیاتوي: که چېرې حالات د تودې سناریو له مخې دوام ومومي او د بین المللي ټلوالې د لاسوهنې د پراختیا او پیاوړتیا غوښتنه وکړي، نو د دې احتمال زیات دی، چې پاکستان هم مبارزې ته ورګډ شي.

اوس په پاکستان کې په دې تړاو ډېر تاوده بحثونه روان دي، چې پاکستان به د هغې مرستې په بدل کې څه لاسته راوړي، چې سعودي عربستان او د عربي ټلوالې نور هېوادونه یې ورڅخه غواړي، او دغه ملاتړ به په څومره بیه ورته ولویږي.

کارپوه ویاچېسلاو بېله کرېنیڅکي زیاتوي: د اسلام اباد مرسته په ریښتیا هم کولای شي، چې د حوثیانو پرضد په مبارزه کې د عربي ټلوالې له بریالیتوب سره زیاته مرسته وکړي. ځکه چې پاکستان ان د ۱۹۷۰-یمو کالونو له پیله راهیسې د سعودي عربستان د وسله والو ځواکونو په روزلو او تمرینولو کې اساسي مرستیال و. ان تر ۵ زرو تنو پورې پاکستاني پوځیان د سعودي عربستان د پوځیانو پر روزنه بوخت وو. اوس مهال هم تقریبا ۷۰۰ تنه پاکستاني پوځي ښوونکي د الریاض د وسله والو ځواکونو په روزلو کې مرسته کوي.

له سعودي عربستان سره په مرسته کولو کې د اسلام اباد د بېړې نه کولو اساسي دلیل دادی، چې د پاکستان مشران نه غواړي، په دغه کار د هېواد په دننه کې حالات کړکیچن کړي.

په پاکستان کې د سونیانو او شعیه ګانو تر منځ تضادونو پخوا هم ډېر خونړي ټکرونه راپیدا کول. بېله کرېنیڅکي د دې یادونه هم وکړه، چې د هېواد له پولو دباندې په شخړو کې د پاکستاني پوځیانو د ګډون تاریخي ترخه تجربه هم شته. دغه تجربه د ۱۹۷۰ –یم کال له « تور سیپټمبر » تړاو لري. هغه مهال پاکستان په اردن کې د فلسطینیانو د پاڅون په ټکولو کې فعاله ونډه واخېستله. د دغې پېښې د نا مستقیمو پایلو په توګه په پاکستان کې داسې پېښې وشوې، چې په نتېجه کې یې په هېواد کې لومړنۍ عمومي ټاکنې وشوې. وروسته د داسې ژور بحران څپو پاکستان لاندې کړ، چې هېواد یې دوه ټوټې کړ. یوه ټوټه یې اوسنی پاکستان دی او بله بنګله دېش.

فرانس پرېس اژانس د پېښو په دغه ډول فضا کې خبر ورکړ، چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د یمن په جنوب کې په ټکرونو کې نېږدې ۱۰۰ تنه وژل شوي دي. د ملګروملتونو ټولنې د احصایو له مخې په یمن کې د جنګي عملیاتو له پیل کېدو راهیسې د وژل شوو وګړو شمېر تر ۵۰۰ تنو هم اوښتی دی.

  •  
    او په ... کې شریکول
 
برېښنالیک