زموږ په اړه

د « روسیې غږ » راډیو – دا یوه دولتي راډیو خپرنیزه کمپنۍ ده چې د ۱۹۲۹ کال د اکتوبر له ۲۹-مې راهیسې، بهرنیو هېوادونو ته خپرونې کوي. لګښت یې د روسیې فدراسیون د حکومت له پلوه ورکول کیږي. د دغې راډیو دندې – د روسیې له ژوند، په نړۍ کې د پېښو په تړاو د روسیې له لید سره د نړیوالې ټولنې اشنا کول او د روسي ژبې او روسي کلتور له خپورتیا سره د همکارۍ کول دي. د « روسیې غږ » راډیو – د روسیې یوه ډېره پخوانۍ راډیو ده.

د « روسیې غږ » راډیو د ۸۰ کالونو په اوږدو کې په ټوله نړۍ زموږ د هېواد څېره ټاکي، نړیواله ټولنه د روسیې له ژوند، په نړۍ کې د پېښو په تړاو د روسیې له لید او دریځ سره اشنا کوي.

د « روسیې غږ » راډیو نن پر لنډو او منځنیو څپو، پر « اِف اېم – څپو »، د سپوږمکیزو چینلونو او د موبایل ټلیفوني شبکې له لارې د نړۍ په ۱۶۰ هېوادونو کې په ۳۸ ژبو هره ورځ خپرونې کوي.

د « روسیې غږ » راډیو په ۳۳ ژبو په انټرنېټ کې کار کوي. د « روسیې غږ » راډیو سایټ ته، چې تر ۵۰۰ زیات څپرکي لري، د نړۍ د ۱۴۰ هېوادونو انټرنېټ کاروونکي راځي. د سایټ کاروونکي په آن-لاین رژیم کې خپرونو، او همدارنګه غږیزو، انځوریزو او مولتي مېډیایي توکو ته هم لاس رسی لري.

د « روسیې غږ » راډیو د ډېر اورېدل کېدونکو بین المللي راډیوګانو په پینځه ګونې کې راځي او د ټولو اورېدونکو شمېر یې ۱۰۹ میلیونه تنه دی.

Facebook فیس بوک :

https://www.facebook.com/PashtoVoiceOfRussia

موږ په Google + کې:

https://plus.google.com/u/0/108886534078067618678/posts

په Twitter کې زموږ اکاونټ:

https://twitter.com/VofRussiaPashto

 
برېښنالیک