4 اپریل 2015, 17:40

دافغانستان امنيتي ځواکونو دعملياتو په لړ کې ۱۳ «طالبان » وژلې دي

دافغانستان امنيتي ځواکونو دعملياتو په لړ کې ۱۳ «طالبان » وژلې دي

په افغانستان کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په لړ کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي .

دامطلب دافغانستان دکورنيو چارو وزارت ورکړی دي. « پوځي عمليات دتخار ، کندوز ، سرپل ،ميدان وردګ ، اوفراه په ولايتونو کې ترسره شوي دي. چې په پائيله کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲نور ئي ټپيان شوي دي »

دامطلب په خبر کې ورکړ شوی دي. دافغان پو ځيانو دمرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويل شوي ،دافغانستان دکورنيو چارو وزارت دمعلوماتو سره سم ، افغان پو ځيانو په دغو عملياتو کې يو شمير سپکې او درنې وسلي هم لاسته راوړي دي. په دغه موده کې افغان ملي پوليس وتوانيدل دچاوديدونکو توکو ۱۰ ماينونه تر چاودېدو مخکې له منځه يوسي.

د ۲۰۱۴ زیږدیز – لمریز کال په وروستیو کی ناټو او امریکا په رسمی توګه په افغانستان کی د امنیت د ټینګښت په برخه کی خپل پوځی ماموریت پای ته ورساوه ، د ناټو د استازو په حواله ویل کیږی چه ، د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د پیل څخه به د دغه پوځی سازمان د هغو پوځی امنیتی قطعاتو په ځای چه ۱۳۹ زره تنه پوځیان په کی شامل وو ، په افغانستان کی ۱۲ زره تنه پوځیان پاتی شی .

۲۰۱۴ زیږدیز کال په افغانستان کی په تروریستی بریدونو کی ، خلکو ته د مرګ ژوبلی له مخی تر ټولو خونړی کال وو .

 

  •  
    او په ... کې شریکول
 
برېښنالیک