4 اپریل 2015, 18:55

دافغانستان په شمال کې دچاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي دي

دافغانستان په شمال کې دچاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي دي

دافغانستان په شما ل کې ديوې چاودنې له امله لږ ترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او اوه تنه ټپيان شوي دي . لکه چې د «شينهوا » اژانس درسمي چارواکو له قوله خبر ورکوي ،دغه پيښه دشنبي په ورځ دبغلان په ولايت کې رامنځ ته شوی ده .

تر دې مخکې رپوټ ورکړ شوي وو.چې په لوګر ولايت کې دجمعي په ورځ دسړک غاړې بمي چاودنه شوی وه ،چې په ترځ کې ئي لږ ترلږه اوه تنه ووژل شول ، ټول وژل شوی کسان ديوې کورنۍ غړي ول ،دوژل شووکسانو په ډله کې ۴ ماشومان هم شامل وو . .
تر اوسه پورې هيچا دننني بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخستي .ددې ترڅنګ دوه ورځي وړاندي دافغانستان دخوست په ولايت کې ديوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي ،او په لسګونه نور کسان ټپيان شوي دي.

. بمی چاودنه دولايت په اداري مرکز –متون ښار کې رامنځ ته شوی ده. د «خامه پرس» اژانس دخبر سره سم مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوښتی ده . دغو کسانو دځائي چارواکې پر ضد په مظاهرو او احتجاجونو لاس پورې کړی وو.

په افغانستان کې دولتي ځواکونه دسخت دريځو «طالبانو » سره په جګړه کې ښکيل دي ،چې دپو ځي عملياتو په ترځ کې ملکې کسانوته درنه مرګ ژوبله ور

اوړي

  •  
    او په ... کې شریکول
 
برېښنالیک