7 اپریل 2015, 13:59

« اسلامي دولت » دټولې نړۍ په وړاندي يو ګواښ دى «عربي پسرلی» په «عربي ژمي » بدل شو .

« اسلامي دولت » دټولې نړۍ په وړاندي يو ګواښ دى «عربي پسرلی» په «عربي ژمي » بدل شو .

د «اسلامي دولت » دډلو فعاليت نه يواځې دعراق دپاره لوی ګواښ رامنځ ته کوي، بلکې دغه ګواښ ټولې نړۍ ته متوجه دي دامطلب دسی شنبی په ورځ دروسيي دولسي جرګې رئیس سرګي ناريشکين څرګند کړ.

دسي شنبي په ورځ دروسيي د ولسي جرګه رئیس دعراق دپارلمان د رئیس سليم جابر سره ليد کاته کړي دي . دخبرو اترو په لړ دروسيي دپارلمان مښر وويل :

« موږ ډير ښه پوهيږو چې نن عراق دډيرو ستونزو سره مخامخ دي د «اسلامي دولت » فعاليت نه يواځې دعراق دپاره ستر ګواښ دي بلکې دعراق دګاونډيو، سوريه ، ،اردن ، دټولو دپاره ،،ددې تر څنګ نږدې او منځني ختيځ او بلاخره ټولې نړۍ ته ستر ګواښ دي » دامطلب ناريشکين څرګند کړ . او زياته ئي کړه .

چې د«اسلامي دولت »ترهګره ډله اووسله وال کسان ، چې دعراق دښارونو او کليو باڼدو خلګ وژني، ښارونه ويجاړوي او تاريخي ابدات او اثار له منځه وړي .

«موږ ډير ښه پوهيږو چې د عراق دولت او خلګ ددوی پر وړاندې اقدامات ترسره کوي ، خو زموږ دارزونې له مخې په سيمه کې وضع ډيره کړکيچنه ده ، او له بهر څخه دورانکارو فعاليتونوله کبله «عربي پسرلی » په «عربي ژمي »بدل شوی دي

  •  
    او په ... کې شریکول
 
برېښنالیک