7 اپریل 2015, 16:47

دپاکستان صدراعظم د ايران څخه غوښتنه وکړه ، چې ديمن دلانجې په اړه په بحث کې ګډون وکړي

دپاکستان صدراعظم د ايران څخه غوښتنه وکړه ، چې ديمن دلانجې په اړه په بحث کې ګډون وکړي

دپاکستان صدراعظم نوازشريف دايران څخه غوښتنه وکړه ، چې ديمن دکړکيچ په خبرو کې ګډون وکړي .

ده دامطلب دپارلمان ددواړو خونو په ګډه غونډه کې چې ديمن کشالي ته ځانګړۍ شوی وه، دوينا په ترځ کې څرګند کړ . .

« ايران بايد ديمن دمسئلي په خبرو اترو کې برخه واخلي . تر څو داموضوع معلومه سي تر کومي کچي پورې دوی سم سياست پرمخ بيائي »دامطلب دپاکستان صدراعظم څر ګند کړ

دپاکستان دمخالف ګوند (پيبلز ) سناتور فرحت الله بابر پخپل وار وويل :« چې پاکستان ددې وس لري تر لازمي کچې دسعودي عربستان په مشرئ نړيوال اييتلاف سره مرسته وکړي ، خو موږ بايد ددې اجازه ورنکړو چې ځانونه دپردې هيواد په جګړه کې ښکيل کړو »

« زموږ داردو ۴۰ فيصده پرسونل دترهګرۍ ضد مبارزه کې دهيواد په دننه کې په جګړه بوخت دي .او که موږ دغه پرسونل يمن ته واستوو امکان لري زموږدهيواد ملي امنيت ته ګواښ رامنځ ته سي » دامطلب په پارلمان کې د عوامي متحده جبهي مشر مشاهد حسين څرګندکړی دي .

  •  
    او په ... کې شریکول
 
برېښنالیک