8 اپریل 2015, 17:37

دامريکا متحده ايالاتولا دوړاندې دټولو امريکائيانو دمکالماتو په اړه اطلاعات راغوڼدول

دامريکا متحده ايالاتولا دوړاندې  دټولو امريکائيانو دمکالماتو په اړه اطلاعات راغوڼدول

دامريکا متحده ايالاتو دملي امنيت اژانس NSA دفدرالي اژانس يو اځني اداره نه ده چې په تيرو لسوکلنو کې ئي دامريکائيانو دبین المللي ټيلفونې اړيکو په هکله معلومات راټول کړي دي ..

لکه چې دسی شنبي په ورځ " USA Today "ورځپاڼې دهغو موضوعاتو په اړه چې پخپل سايټ کې ئي ځای پرځای کړي دي خبر ورکړ ،دلومړي ځل دپاره دغسي پټ (مخفي ) پروګرامونه عين په ۱۹۹۲ کال کې رامنځ ته سول، چې هغه معمولا دمخدره توکو دقاچاق پر ضد دمبارزي په اړه ول

.همدا دول لکه چې "USA Today " ورځپاڼه وائي ،وروسته بيا دامريکا متخده ايالاتو حکومت دخپلو وګړو دتيلفوني مکالمو په اړه اطلاعات راغونډول یعني دغه معلومات عين دسپتمبر ديولسمي ترهګرۍ پيښي لا لس کاله وړاندې لاسته راوړل کيدل .. وروسته بيا دامريکا متحده ايالاتو دملي امنيت ادارې NSA ته اجاز ورکړل سوه ، چې په الکترونيکي جاسوسي کې خپل فعاليت نور هم زيات کړي .

. داوسنيو او پخوانيو کارکونکو په خبره ، چې په دغو عملياتو کئ ئي برخه اخستي ده وائي :چې دتيرو ۲۰ کلونو په اوږدو کې عدليه وزارت اودمخدرتوکو سره دمبارزي ادارې دټولو په اړه اطلاعات راټول کړي دي دغه معلومات دامريکا متحد ايالاتو څخه بهرنيو ۱۱۶ هيوادونو ته دتيلفوني مکالمي پواسطه ترلاسه شوي دي چې دمخدر توکو دقاچاق په تړاو وې ، دامطلب ورځپاڼې څرګند کړی دي .

ددغې ورځپاڼې په قول

دغه پروګرام دامريکامتحده ايالاتو دعدلي وزيرايريک هولدرا دحکم له مخې منع شوی وو .خو وروسته په ۲۰۱۳ کال کې دامريکا دملي امنيت پخوانې مامور ادوارد سنودين افشا کړ .

نوموړۍ په ۲۰۱۲ کال کې دامريکا متحده ايالاتو دملي امنيت اژانس NSA دهاوائي په سيمهيز مرکز کې کار کاوه اوهلته ئي دامريکائي پروګرام په اړه چې زياته برخه ئي الکترونيکې جاسوسي وه ، ترلاسه کړی .سنودن وروسته دغه رازونه ټول افشا او خپاره کړل. چې په ترځ کې ئي نړيواله رسوائي رامنځ ته سوه او دامريکا متحده ايالاتو سره ديوشمير هيوادونو اړيکېئ ترينګلي شوي .

 

 

  •  
    او په ... کې شریکول
 
برېښنالیک