8 اپریل 2015, 18:08

سعودي عربستان دمارچ په مياشت کې دتيلو دتوليد ريکارد مات کړ

سعودي عربستان دمارچ په مياشت کې دتيلو دتوليد ريکارد مات کړ

سعودي عربستان دمارچ په مياشت کې په يوه ورخ کې 10,3 مليون بيرل تيل استخراج کړي دي .

داددغه هيواد په تاريخ کې دټيلو داستخراجولو لوی رقم ښيئ. پخوانې ريکارد، د ۲۰۱۳ کال په اګست مياشت کې وو . چې په يوه ورځ کې ئي 10,2 مليون بيرل تيل راايستل ..دامطلب د بلومبرگ تجارتي اژانس ورکړی دي ..

ددغه اژانس دمعلوماتو پر بنسټ دتيلو دتوليد دغه ارزونه دسي شنبي په ورځ په الرياض کې دسعودي عربستان دتيلو او دمعدني منابعو وزير علی بن ابراهیم النعیمی څرګند کړ نوموړي د «تور زر» دتوليد د زياتوالې په اړه څه ونه ويل . بلومبرگ زياتوي چې څو اونۍ وړاندې دټيلو وزير ژمنه کړي وه ،چې دتيلو په رايستلو کې زياتوالی نه راولي او د 10 مليون بیرل تيلو په شاوخواکې به وې

دسعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، دمارچ په لسمه نيټه دحکومت پروګرام وړاندې کړ اووئي ويل چې دتيلو او غازو ميدانونه نورهم زيات سي که څه هم دتيلو (تور زر) بیه ټیټيږي « تيل ،غاز،او نورطبيعي منابع بايد کشف سي » دامطلب پاچا څرګند کړ .

ده امر وکړ چې «سعودي عربستان به يو قوی اقتصاد جوړ کړي چې له مختلفو منابعو څخه عايد او ګټه تر لاسه کړي »

دتيلو صادرونکې هيوادونو سازمان چې عربستان يي په غيررسمي توګه مشرۍ کوي ،د۲۰۱۴ کال دنوامبر پر ۲۷ نيټه په ويانا کې پريکړه وکړه، چې دتيلو اوسني توليد چې په ورځ کې ۳۰ مليون بيرل تيل کيږي ، خوندي کړۍ .

. دکارپوهانو په عقيده دغه پريکړه ، په نړۍ کې دهيدروکاربن دبيي دټيټولو سبب وګرخيد .

ددغي پريکړي يوه مياشت وروسته دالجزاير مقاماتو وړانديز وکړ جې دتيلو توليد کم سي تر څو په بيو کې ثبات رامنځ ته سي

 

  •  
    او په ... کې شریکول
 
برېښنالیک