په ژوندی پڼه خپرونه
    انځورونه

    څلورو میاشتو کي ٢٨٠ افغان ماشومان وژل سوي

    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8201
    • افغانستان Afghanistan Афганистанبچه طفل کودک بزکشی
    • افغانستان Afghanistan Афганистан طفل کودک

    • کودک افغانستان
    • افغانستان Afghanistan Афганистан طفل کودک دختر
    • Афганистан افغانستان Afghanistan کودک

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان Afghanistan Афганистанبچه طفل کودک بزکشی

    په افغانستان کي د یوناما اداره وايي، په جګړه کي د ماشومانو وژل کيدل د جدي اندېښنې وړ دي او پر ښکيلو اړخونو یې غږ کړی، چي ماشومان دې په خپلو جګړو کي نه قرباني کوي.

    ملګري ملتونه وايي په افغانستان کي د ماشومانو مرګ ژوبله په بې ساري توګه لوړه سوې ده. د ملګرو ملتونو له لوري په خپاره سوي راپور کي راغلي چي د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کي په افغانستان کي ٢٨٠ ماشومان د جګړو له امله وژل سوي، چي د تېر کال پرتله ۲۱ سلنه ډیروالی ښيي.

    یوناما په خپل راپور کي همدا راز ویلي، چي په همدې موده کي ۷۰۴ ماشومان ټپیان شوي هم دي.

    ددغه راپور له مخې په دغو وژل سوو کي یې ۴٢ سلنه د ځمکنۍ جگړې له کبله او نور په جگړو کي د پاتې سوو چاودېدونکو توکو، د حکومتي ځواکونو هوایي بریدونو او د وسله والو خښو سوو ماینونو وژلي دي.

    په افغانستان کي د یوناما مشر تادامیچي یاممتو ویلی د لغمان وروستۍ پېښې ته چي د طالبانو له لوري په توغول سوي هاوان کي د یوې کورنۍ ۴ ماشومان ووژل سولې، په اشارې ویلې، چي جګړې یوازې په څو ثانیو کي یوه کورنۍ تبا کړه.

    نوموړی په افغانستان کي روانه جګړه د جدي اندېښنې وړ بولي او له ښکيلو خواوو غواړي چي د ماشومانو او عامه وګړو ژوند ته جدي پام وکړي.

    څلورو میاشتو کي ٢٨٠ افغان ماشومان وژل سوي

    په افغانستان کي د یوناما اداره وايي، په جګړه کي د ماشومانو وژل کيدل د جدي اندېښنې وړ دي او پر ښکيلو اړخونو یې غږ کړی، چي ماشومان دې په خپلو جګړو کي نه قرباني کوي.

    ملګري ملتونه وايي په افغانستان کي د ماشومانو مرګ ژوبله په بې ساري توګه لوړه سوې ده.

    د ملګرو ملتونو له لوري په خپاره سوي راپور کي راغلي چي د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کي په افغانستان کي ٢٨٠ ماشومان د جګړو له امله وژل سوي، چي د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه ډیروالی ښيي.

    یوناما په خپل راپور کي همدا راز ویلي، چي په همدې موده کي ۷۰۴ ماشومان ټپیان شوي هم دي.

    ددغه راپور له مخې په دغو وژل سوو کي یې ۴٢ سلنه د ځمکنۍ جگړې له کبله او نور په جگړو کي د پاتې سوو چاودېدونکو توکو، د حکومتي ځواکونو هوایي بریدونو او د وسله والو خښو سوو ماینونو وژلي دي.

    په افغانستان کي د یوناما مشر تادامیچي یاممتو ویلی د لغمان وروستۍ پېښې ته چي د طالبانو له لوري په توغول سوي هاوان کي د یوې کورنۍ ۴ ماشومان ووژل سولې، په اشارې ویلې، چي جګړې یوازې په څو ثانیو کي یوه کورنۍ تبا کړه.

    نوموړی په افغانستان کي روانه جګړه د جدي اندېښنې وړ بولي او له ښکيلو خواوو غواړي چي د ماشومانو او عامه وګړو ژوند ته جدي پام وکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی

    نور انځورونه