په ژوندی پڼه خپرونه
    دامريکا متحده ايالات ايران ته په يمن کې دمداخلې اجازه نه ورکوي

    دامريکا متحده ايالات ايران ته په يمن کې دمداخلې اجازه نه ورکوي

    © REUTERS/ Nicholas Kamm/Pool
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2311

    دامريکا متحد ايالات نه غواړي دايران سره ډغري ووهي ، خو ايران ته اجازه هم نه ورکوي چې ديمن په شخړه کې مداخله وکړي .

    دامطلب د چهارشنبي په ورځ دامريکا متحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزير جان کيري د (پی بی اس) سره په مرکه کې. ددې سوال په ځواب کې چې ايران به په يمن کې د (حوثي) شيعه ياغيانو سره مرسته وکړي ، څرګند کړی دي

    البته موږ دهيچا سره مخامخ مقابله نه کوو، خو موږ دخپلو ملګرو او متحدينواو هغه چاسره چې امکان لري دايران دفعاليتونو له کبله تر ګواښ لاندي راغلی وې ، مرسته کوو »دامطلب امريکائي ديپلومات څرګند کړ.

    " « ايران بايد وپوهيږي ، چې دامريکا متحد ايالات پر هغه څه څارنه کوي چې څنګه په سيمه کې وضع دبې ثباتي پر لور درومي ،او څوک په پټه پوځي فعاليتونه سرته رسوي او پرسونل ليږي کوم چې دنړيوالي پولې ها خوا په بل ځاي کې پروت دي »دامطلب کيري څرګند کړ.

    ده ډاډ څرګند کړ ، چې دبارک اوباما اداره چمتو ده ، دیمن دکړکيچ پر سر دايران سره سخت دريځ غوره کړي.سره له دې چې دايران داټومي تاسيساتو په اړه دايران په ګډون ۵+۱ منځګړيو هيوادونو ديوې موافقي پر چوکاټ هوکړه کړی ده.

    دامريکا متحد ايالاتو دبهرنيو چارو وزير جان کيري وويل موږ به په راتلونکې کې هم په يمن کې دياغيانو پرضد دپوځي عملياتو څخه ملاتړ کوو ، کوم چې دسعودي عربستان په مشرۍ دفارس خليج هيوادونه ئي پرمخ بيائي

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی