په ژوندی پڼه خپرونه
    کوردان او عراقیان د « اسلامی دولت » پر ضد مبارزه کی سره یو شول

    کوردان او عراقیان د « اسلامی دولت » پر ضد مبارزه کی سره یو شول

    © AP Photo/ File
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1501

    د عراق د کوردانو مشر مسعود بارزانی او د عراق صدراعظم حیدر العبادی پریکړه وکړه چی ، د « اسلامی دولت » د تروریستی ډلی پر ضد جګړه کی سره یو لاس شی .

    د عراق د کوردانو مشر په دی هکله خبر تر ځنګ په خبریزه ناسته کی زیاته کړه ؛ « مونږ د تروریزم څخه د عراق د ژغورنی لپاره د ګډو هلو ځلو پریګړه وکړه »، د عراق صدراعظم بیا په خپل وار د تروریستانو څخه په ګډه د « نیناوه » او د « موصل » د ښار د آزادولو په تړاو څرګنده کړه چی ؛ « مونږ په پام کی لرو چی ، خپلی ټولی پخوانی ستونزی د « ایربل » سره حل کړو ».

    له دی مخکی د « المیدین » تلویزیونی چینل خبر ورکړی وو ، چی بارزانی او العبادی په « ایربیل » کی د یوی بیړنی پوځی کمیټی چی د « نیناوه » او د « موصل » د ښار د آزادولو عملیات به له همدی ځایه څارل کیږی ، د جوړولو پریکړه کړی وه. د « موصل » د ښار آزادول لکه څنګه چی د بغداد لپاره په همدی ډول د « ایربیل » لپاره مهم ستراتیژیک ارزښت ځکه لری ، چی د « موصل » په ښار او ورسره ګاونډ کی په « کیرکوک » کی د تیلو زیرمی د تول عراق د تیلو نیمه برخه ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی