په ژوندی پڼه خپرونه
    په پاکستان کې وړاندیز وشو، چې سړی کولای شي ښځه لږه ووهي

    پارلمان: پاکستان بايد ديمن په کشاله کې خپل ناپيلتوب خوندي کړي

    © Flickr/ Shahzeb Younas
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3201

    دپاکستان پارلمان نن يوه پريکړه تصويب کړه ، چې له مخې ئي پاکستان بايد ديمن يه لانجه کې دبې پری حالت وساتي دامطلب د «ډان» الکترونيکي ورځپاڼې ورکړی دي .

    « پاکستان بايد ديمن په لانجه کې خپل بې طرفي خوندي کړي ، تر څو ددغه کړکيچ په هوارۍ کې دديپلوماتيکې لارو چارو څخه استفاده وکړي » دامطلب په پريکړه کې راغلی دي.

    په همدې حال  پارلمان ژمنه وکړه چې د سعودي عربستان څخه ملاتړ کوي « او ددغه هيواد او خلګو سره به اوږه پر اوږه دريږي  کچيري ددغه هيواد ځمکنۍ بشپړتيا تر ګواښ لاندي راسي »دغه ورځپاڼه ليکئ چې مخکې سعودي عربستان د اسلام اباد څخه غوښتی  وو،، ، چې دسعودي عربستان په مشرۍ د اييتلاف سر يو ځای سي ، او پوځي مرسته وکړي.

     دسعودي عربستان هوايي ځواکونو د بحرين ، قطر ، کويټ عربي متحده اماراتو ، په ملاتړ دپنجشنبي په ورځ دمارچ پر ۲۶ نيټه د «ټوپان پريکړه » تر نامه لاندې د «انصارالله » دياغيانو پر ضد چې په يمن کې ئي زياته خاوره ولکه کړی ده ، عمليات پيل کړل. دعربي اييتلاف سره مصر، اردن مراکش ،پاکستان اوسوډان هم يو ځای شول. دعملياتو موخه;د (حوثي) او د علی عبدالله صالح پلويان بايد قدرت ولسمشرعبد ربه هادی او دهغه حکومت ته وسپاري کوم چې دواک څخه ليري شوي دي ديمن ولسمشر هادي اوس دهيواد نه بهراوسي.

    ددې تر څنګ په يمن کې بشري ناورين وضع نوره هم خرابه کړی ده. دروغتيا نړيوال سازمان دمعلوماتو او ارزونې له مخې  دجګړو له امله  داپريل تر شپږمي نيټي پورې ۶۴۳ تنه وژل شوی ، ۲۲۲۶ تن ټپيان شوي دي. دغې جګړې ۱۵،۹مليونه خلګ تر خپلې اغيز لاندې راوستي دي.، ۲۵۴ زره يمنيان له خپلو مينو څخه کډه شوی او له هيواده وتلې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی