په ژوندی پڼه خپرونه
    امريکا په افغانستان کې دعملياتو په ترځ کې هيڅ يوه ستونزه هواره نه کړه

    امريکا په افغانستان کې دعملياتو په ترځ کې هيڅ يوه ستونزه هواره نه کړه

    © Photo/ US Army / Staff Sgt. Shane Hamann
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2911

    دامريکا متحده ايالاتو په افغانستان کې هيڅ يوه مسئله حل نه کړه، کوم چې ددوی پرمخ پرتې وې.دامطلب دشنبه په ورځ پوځې کارپوه،د «ملي دفاع» دمجلې مشر يا اډيتر ايګور کورتچينکا څرګند کړی دي.

    تر دې مخکې دروسيي ددفاعي چارو مرستيال وزير اناتولې انتونوف ويلي و، چې نړيوالو ځواکونه په افغانستان کې دملګرو ملتونو دامنيت شورا حکم نه دی اجراکړی.
    دروسيه ددغه کارپوه په خبره، تروريزم په افغانستان کې په همهغه ډول موجود دي، کوم چې په دغه هيواد کې دامريکائي عسکرو ترحملې مخکې موجود وو.نو له دې کبله ده خپله پاملرنه دې ټکې ته راوګرځوله، چې په افغانستان کې دپخوا په کچه په لسهاو ځله زيات نشه ايي مواد توليديږي. ناټو چې په دغه هيواد کې شتون لري، په دې اړه ئې هيڅ څه نه دي کړې، چې دغه جريان ته دپای ټکی کښيږدي، ځکه دمځدره ټوکو اصلې لار دپخواني شوروي اتحاد هيوادونه دي.داټکې کورتچينکا څرګند کړ.
    دده په خبره، امريکا ځپله څيره په افغانستان کې له لاسه ورکړې ده، ځکه دوی دبې پيلوټه الوتکوپه واسطه ترهګر نه په نښه کوي، بلکې دوی دواده په مراسمو، ښوونځيو، اوملکي کسانو بمبارۍ کوي.
    دافغانستان جمهوررئيس عين دکابل کنترول په لاس کې نه لري، او دکابل ښار بهر، په سيموکې وسله وال بانډونه اودهغوی مشران ځپل واک چلوي. او دامريکا متحده ايالات چې نورهيڅ څه ورپاته نه دي، په دغه هيواد کې يواځنی دبې ثباتي لاعامل دي.
    د ۲۰۱۴ زیږدیز — لمریز کال په وروستیو کی ناټو او امریکا په رسمی توګه په افغانستان کی د امنیت د ټینګښت په برخه کی خپل پوځی ماموریت پای ته ورساوه، د ناټو د استازو په حواله ویل کیږی چه، د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د پیل څخه به د دغه پوځی سازمان د هغو پوځی امنیتی قطعاتو په ځای چه ۱۳۹ زره تنه پوځیان په کی شامل وو ، په افغانستان کی ۱۲ زره تنه پوځیان پاتی شی.
    ۲۰۱۴ زیږدیز کال په افغانستان کی په تروریستی بریدونو کی، خلکو ته د مرګ ژوبلی له مخی تر ټولو خونړی کال وو.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی