په ژوندی پڼه خپرونه
    د هند هوایی ځواکونه

    د هند هوایی ځواکونه د بری د اویایمی کلیزی د جشن په مراسمو کی ګډون کوی

    © Sputnik/ Илья Питалев
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3321

    د هند د وسله وال پوځ د جشن ځانګړی قطعه په مسکو کی د بری د اویایمی کلیزی د جشن په مراسمو کی ګډون کوی. په دی هکله خبر د سی شنبی په ورځ د هند د دفاع وزارت د « تاس » خبری آژانس خبریال ته ورکړی دی .

    « د اپریل د میاشتی په ۲۵ مه نیټه د هند د وسله وال پوځ د جشن ځانګړی قطعه د بری د اویایمی کلیزی د جشن په مراسمو کی ګډون په موخه مسکو ته راځی ، دلته به په دی تړاو په تیاری (پرووا) کی او بیا به د مای په ۹ مه نیټه په سور ډګر کی د جشن په پرتمینو مراسمو کی برخه واخلی. د هند د وسله وال پوځ په استازیتوب به ۷۰ تنه هندی پیاده پوځیان په نوو جشنی یونوفورم  کی د وسلی سره برخه واخلی ».

    په دغو مراسمو کی د ګډون ویاړ هغو هندی پوځیانو ته ورکړ شوی چی په پوځی اړونده ښوونو کی په لوړه درجه نازول شوی دی او د هند د ورځی په ویاړ د جشن په مراسمو کی چی په نوی ډهلی کی تر سره کیږی، برخه اخستی وه.

    د « تاس » خبری آژانس خبریال ته د هند د بهرنیو چارو  وزارت لخوا خبر کی ویل شوی، چی د هند ولسمشر پرناب مګرجی هم په مسکو کی د بری د اویایمی کلیزی په ویاړ د جشن په مراسمو کی ګډون کوی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی