په ژوندی پڼه خپرونه
    د افغان ولسمشر پیغام

    د افغان ولسمشر پیغام

    © AP Photo/ Massoud Hossaini
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 15121

    حنیف اتمر د ملی امنیت په چارو کی د افغان ولسمشر سلا کار چی مسکو ته په سفر راغلی، د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ته یی د افغان مشر اشرف غنی احمدزی پیغام چی د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین په آدرس لیږل شوی وو ، وسپاره.

     د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره د خبرو پر مهال نوموړی وویل « اجازه راکړی تاسی ته د افغان ولسمشر غنی پیغام وسپارم. ښاغلی غنی تاسی او د روسیی ولسمشر ته خپل تاوده سلامونه وړاندی کوی». نوموړی زیاته کړه، افغان ولسمشرپتیلی ده ،« د افغانستان او روسیی تر مینځ اړیکی تر ټولو لوړ پړاو ته ورسوی ».

    په افغانستان کی د سخت دریځو طالبانو ډلی ټپلی فعالیت کوی او د افغانستان وسله وال پوځ د طالب جنګیالیو سره د مبارزی په موخه ځانګړی پوځی عملیات پر مخ بیایی چی ډیر شمیر ملکی وکړی د دغو جنګونو قربانی کیږی. نړیوال او د « ISAF » ځواکونه چی شمیر یی تر ۱۳۹ زرو ته رسید ، د ۲۰۰۱ زیږدیز کال راپه دیخوا په افغانستان کی وو، د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د پیل څخه به په هیواد کی د دوی شمیر ۱۲ زره تنه وی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی