په ژوندی پڼه خپرونه
    افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د ایران پلازمېنی تهران ته ولاړ

    افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د دوه ورځنی رسمی سفر لپاره د ایران پلازمېنی تهران ته ولاړ

    © AP Photo/ Massoud Hossaini
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7711

    افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د یو لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشرۍ نن سهار د دوه ورځني رسمي سفر له پاره د ایران پلازمېنې تهران ته ولاړ. په دی هکله خبر د افغان ولسمشر د رسنیو دفتر لخوا خپور شوی دی.

    په خپره شوی خبرپاڼه کی ویل کیږی، چی افغان ولسمشر اشرف غنی به د دغه سفر په ترڅ کې د ایران له ولسمشر حسن روحانی او د دغه هیواد د یو شمیر نورو چارواکو سره وګوری.

    د ولسمشر د ماڼی څخه په خبر کی راغلی، چی د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کی د افغانستان او ایران ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو لخوا لاس لیک شی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی