په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا د متحده ایلاتو سناتور مارکو روبیو

    که سناتور روبیو د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شی، نو د ایران پر ضد د پوځی عملیاتو لپاره چمتو دی

    © Wikipedia/ public domain
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6701

    د امریکا د متحده ایلاتو د فلوریدا د ایالت څخه د جمهوری پلویانو سناتور مارکو روبیو که د ۲۰۱۶ زیږدیز – لمریز کال په ټاکنو کی بریالی شی نو د ایران پر ضد به د پوځی ځواکونو کارولو ته ځکه چمتو وی چی ایران د اټمی وسلی خاوند نه شی.

    ۴۳ کلن مارکو روبیو چی یوه اونی مخکی یی ولسمشری ته راتلونکو ټاکنو کی په رسمی توګه د خبلی نوماندی اعلان وکړ، د ملګرو ملتونو د پینځو دایمی غړو هیوادونو او جرمنی سره د ایران د اټمی وسلی د شخړی د هوارولو په موخه د خبرو په پایلو چی اړینی لاسته راوړنی به ولری،شک څرکند کړ، نوموړی وویل چی ؛ « فکر نه کړم چی په بریالی توګه دی پای ته ورسیږی». دغه مطلب د « تاس خبری آژانس » ورکړی دی.

    نوموړی د هغی پوښتنی په ځواب کی، چی که د امریکا تهحده ایلاتو ولسمشری ته د ټاکنو په پایلو کی بریالی شی نو د ایران اسلامی جمهوریت پر ضد د وسلو د کارولو امر به ورکړی؟ په ډاډه توګه وویل چی، « کاملآ ».

    د نومړی په اند، که، د امریکا متحده ایلات پوځی عملیات پیل هم نه کړی نو کوم بل هیواد به دغه کار وکړی، د اتکلی بریدکونکو هیواونو په نوملړ کی یی د سعودی عربستان او اسراییل نومونه په ګوته کړل.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی