په ژوندی پڼه خپرونه
    دمیتری مدویدوف د روسیی صدر اعظم

    میدویدوف: روسیه د نوښتګرو چارو د کچونی په سیستم کی خپلی ریښی غزوی

    © Sputnik/ Ekaterina Shtukina
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5601

    د روسیی صدراعظم دمیتری مدویدوف وویل، چی د روسیی دولت به د پوهنی په برخه کی خپل ملاتړ ته دوام ورکړی،« د پوهنی د پرمختګ پرته تخنیکی پرمختیا او د هیواد وده ښوونی نه دی ».د روسیی د وزیرانو د شورا مشر په ولسی جرګه کی د وینا پر مهال دغه څرکندونی کړی دی.

    د روسیی د صدر اعظم دمیتری مدویدیف په آند، په تیر ۲۰۱۴ زیږدیز — لمریز کال کی د روسیی د علومو په اکاډمی کی پیل شوی بدلونونه د ډیری لوړی کچی د څیړنو د سرته رسولو په موخه ډیر آړین دی. مدویدوف د ټینګار سره وویل، چی « زمونږ پوهان په نړیواله کچه نوو علمی لاسته راوړنو ته دوام ورکوی، چه دا هم په خپله یوه لاسته راوړنه ده، د نوموړی په وینا « په تیر ۲۰۱۴ زیږدیز — لمریز کال کی د روسیی د فدرالی بودیجی څخه د پوهنیزو او نوښتګرو څیړنو لپاره ۳۷۲ ملیارده روبله بیل شوی وو، په همدی ډول حکومت د نوښتګرو څیړنو ستراتیژی ته د اقتصاد او د پوهنیزو چارو د ودی په موخه دوام ورکړ»، نوموړی زیاته کړه، د داسی د یو سیستم بنسټ جوړ شوی دی، چی مونږ ته یی د نوښتګرو چارو د کچونی په سیستم کی د خپل ځای د نیولو ښوونتیا راکړه.

    مدویدوف څرګنده کړه؛ چی « د کوچنیو شرکتونو سره د مرستی کلوب » په ملاتړ په علمی تخنیکی برخه کی هر کال تر ۵۰۰ پوری کوچنی نوښتګری علمی کارخانی رامینځ ته کیږی او د روسیی د کورنی پانګونی کمپنی په مرسته د پانګی اچونی ۱۸ کلوبونه رامنخ ته شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی