په ژوندی پڼه خپرونه
    جان کیری په روسیی د لګیدلیو بندیزونو د لړی د اوږدولو غوښتنه کړی ده

    جان کیری غوښتنه کړی چی په روسیی د لګیدلیو بندیزونو لړی اوږده کړی

    © AFP 2016/ Rodrigo Arangua
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3611

    د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د شمالی قطب د هیوادونو د شورا په غونډه کی په روسیی باندی د لګیدلو بندیزونو د لړی د اوږدولو په هکله خبری وکړی.

     د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د خپلو څرګندونو لامل د مینسک د موافقی نه پلی کول په ګوته کړی دی، په دی هکله نوموړی وویل چی؛ « د مینسک موافقی ټولی نه دی عملی شوی »، جان کیری په دی باور دی چی په اوکراین کی د روسیی پوځیان شتون لری، څه موده مخکی نوموړی په دی هکله د ټیلیفون په کرښه مخامخ د روسیی بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ته دا خبره کړی وه.

    د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف بیا په خپل وار د امریکا متحده ایالاتو لخوا د لګیدلو بندیزونو د اوږدولو کواښونه له دی کبله چی ګوندی د مینسک موافقی نه دی عملی شوی، بوچ بللی دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی