په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسی ولسمشر اولاند

    پسکوف: پوتین او اولاند په دی سره سلا شول، چی پاریس به روسیی ته « میسترالی » او یا هم نقدی پیسی بیرته ورکړی

    © Sputnik/ Сергей Гунеев
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3001

    د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسی ولسمشر اولاند په دی سره سلا شول، چی پاریس به روسیی ته سمندریزه د چورلکو د کیناستو بیړی « میسترالی » او یا هم هغه نقدی پیسی چی لادمخه فرانسی ته ورکړل شوی وی ، بیرته ورکړی، د مودی او نیټی په هکله لا تر اوسه څه ویل شوی نه دی.دغه څرګندونی خبریالانو ته د روسیی د ولسمشر د رسنیز دفتر مشر دیمیتری پسکوف کړی دی.

    پسکوف د هغی پوښتنی په ځواب کی چی، په ایروان کی د پوتین او اولاند تر منځ د خبرو په بهیر کی د دغی ستونزی د حل لپاره کومه نیټه ټاکل شوی او که نه، وویل چی « نه، هیڅ کومه کره نیټه نه ده یاده شوی ».

    پسکوف په دی تړاو خبرو کی وویل، « دغه موضوع د هغو خبرو په رڼا کی چی د فرانسی ولسمشر د اپریل د میاشتی په ۲۲ مه نیټه په خبریزکنفرانس کی کړی وی » او ویلی یی وو، موافقی ته رسیدلی دی، « خواوی په دغو خبرو کی د ساده بنسټ پر اساس چی یا هم جنس او یا هم هغه نقدی پیسی چی تحویل شوی دی، بیرته واخشتل شی، سره سلا شوی دی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی