په ژوندی پڼه خپرونه
    د جګړی متقاعدین د اروپایی ټولنی د تاریځی هیرونی له کبله په قهر دی

    د جګړی متقاعدین د اروپایی ټولنی د تاریځی هیرونی له کبله په قهر دی

    © AP Photo/ Efrem Lukatsky
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5301

    د فرانسی او د جرمنی هیوادونو اوسیدونکی په دی اند دی؛ چی د فاشیسزم څخه د اروپا د آزادی اساسی رول امریکایانو لوبولی دی؛ دغه پایلی د بریتانیا د « ICM Research » نومی څیړنیز مرکز لخوا د تر سره شوو څیړنو د پایلو له مخی خپری شوی دی.

    د خلکو څخه په دوهمه نړیواله جګړه کی په فاشیستانو باندی په بری کی د ځینو هیوادونو د رول په هکله پوښتنی تر سره کیدی،او پیڼخه جوړ شوی ځوابونه ورته ورکول کیدل چی یو ځینی خوښ ګړی؛ « د بریتانیا وسله وال پوځ ، د شوروی اتحاد ، د امریکا ، د نورو هیوادونو وسله والو پوځونو او زه یی په ځواب کی څه نه شم ویلای ». یواځی ۱۳ سلنه خلکو د شوروی اتحاد رول په فاشیستانو باندی په بری کی اساسی ګڼلی دی، د فرانسی ۶۱ سلنه خلکو او د جرمنی ۵۲ سلنه خلکو داسی منلی چی په فاشیستانو باندی په بری کی د امریکا وسله وال پوځ رول اساسی وو، د بریتانیا نیمایی ۴۶ سلنه خلک په دی باور دی، چی د بریتانیا د وسله وال پوځ رول په فاشیستانو باندی په بری کی بنسټیز رول لوبولی دی.

    په روسیی کی د جګړی متقاعدین د اروپایی ټولنی د ننیو اوسیدونکو د داسی تاریځی رښتیاوو د هیریدو او تیروتنو له کبله په قهر دی.

    د ستری هیواد ساتونکی جګړی یو متقاعد چی له سترګو یی اوښکی تویدی، په دی هکله وویل؛ « د ډیری خواشینی او د درده ډکه خبره ده چی د جګړی څخه د۷۰ کالونو په تیریدو سره د خلکو د یاده ووتل چی د فاشیستانو څخه ځمکه چا وژغورله ».

    په همدی ډول د « ۹۰۰ ورځینی کلابندی » د ټولنی غړی هم د دغو پایلو له کبله خواشینی او په قهر دی او وایی ؛ دا ځکه چی د هغو تاریخی پیښو په هکله څنګه چی اړینه ده، معلومات په سمه توګه خپاره شوی نه دی.

    د شوروی اتحاد وسله وال پوځ دخپلی خاوری پرته چی په اروپا کی ده، د اروپا ۵۰ سلنه خاوره یی د فاشیستانو څخه وژغورله، شوروی اتحاد د جګړی په اوږدو کی په شمار څو ځلی ډیر د سر زیان سره د متحدینو په پرتله مخ شوی دی، د شوروی اتحاد وسله وال پوځ د متحدینو د مرستی پرته د اروپا ۱۶ هیوادونه چی ۱۲۰ ملیونه وګړی په کی اوسیدل، د فاشیستانو څخه آزاد کړی دی او د شوروی اتحاد وسله وال پوځ د متحدینو د وسله والو پوځیانو سره د شپږو نورو هیوادونو په آزادولو کی برخه اخشتی ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی