په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین

    ولسمشر پوتین ۱۵ کاله په واک کی دی

    © Sputnik/ Aleskey Nikolskiy
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16610

    د مای د میاشتی په اوومه نيټه د ولسمشر ولادیمیر پوتین د دریمی دوری پوره  نیمه برخه تیره شوه، او پوره ۱۵ کاله له هغی نیټی څخه تیریږی، چی د لومړی ځل لپاره ولسمشر شو.

    سیاستپوهان او د خلکو استازی په دی اند دی، چی ولادیمیر پوتین د خپلی ولسمشری د دغی دوری د دریو لومړیو کلونو په اوږدو کی د ډیرو مهمو پیښو سره مخامخ شو، په بهرنی سیاست کی له ځانه پایښت ښکاره کړ او په ټولنیزه برخه کی خپل سیاست ته ژمن پاتی شو. د هغوی په دی اند، ښایی پوتین د ولسمشری بلی دوری ته چی په ۲۰۱۸ زیږدیز- لمریز کال کی ټاکنی تر سره کیږی هم خپله نوماندی وړاندی کړی.

    فرانڅ کلینځیویچ چی د « متحده روسیه » په نامه د حاکم فراکسیون لومړی مرستیال دی، په دی باور دی چی؛ په خپله د پوتین شخصیت د خلکو هیلو ته چی د چارواکو یی لری، ځواب دی. هغه مهال د XXI پیړی په پیل کی دا په دی معنا وو، چی د کپټالستانو د ډلو سره چی دولتی واک یی تر لاسه کړی وو، مبارزه وکړی او د دولت مخ باید بیرته ټولنیزو چاروته راوګرځوی، د دغو ټولو چارو تر سره کول، هغه اساسی لاملونه دی چی په ۲۰۰۴ زیږدیز — لمریز کال کی او په ځانګړی توګه په ۲۰۱۲ زیږدیز- لمریز کال کی په ټاکنو کی بریالی شو.په همدی ډول نوموړی د دغی دوری اساسی لوری د دولت او خلکو تر مینځ د اړیکو رغښت یاد کړل او بیلګه یی هغه قانون چی له مخی یی چارواکی په بهر کی نه شی کولای بانکی حسابونه او سهمیی ولری، د دولت د چارواکو پر ګټو د کنترول او د فساد پر وړاندی مبارزه یاده کړه.

    د ملی ستراتیژی د انستیتوت ریس میخایل ریمیزوف وویل چی « د پوتین دریمه دوره د داسی پیښو ډیره ډکه وه چی ټولو د دغو پیښو پر مهال بدلون ته د بلونو په موخه نه بلکی تجربی ته ارزښت ورکړی».

    د نوموړی په وینا، په نړیوالو کړکیچنو حالاتو او د اوکراین په تړاو حالاتو کی ، هغه حکومت چی تجربه لری روښانه ده چی مخکښ رول لوبوی، نو ځکه په داسی ستونزمنو حالاتو کی په واک کی اوږد مهال اغیزمن دی.

    د ملی اقتصاد او د دولتی خدماتو د اکاډمی پروفیسور ولادیمیر سیلانوف وایی چی، سره له دی چی ولادیمیر پوتین د ډیر اوږد مهال لپاره په رهبریکوونکو پوستونو کی دنده تر سره کړی ، اوسمهال هم په ډیر ښه فکری او روغتیایی حالت کی دی، او د پخوانی شوروی اتحاد د رهبرانو سره باید پر تله نه شی.

    نوموړی زیاته کړه:« هغه څه چی په اوکراین کی پیښ شول بی له شکه چی هغه ته یی ټکان ورګړ، زه فکر کوم چی هغه ستری شخصی چاری چی نوموړی د اواکراین  او د کریم په شا او خوا کی د حالاتو په تړاو تر سره کړی، د هغه فعالیت ته یی تکانونه ورکړل، بیا ورپسی پیښو بحران ، بندیزونو هم د نوموړی څخه د هر اړخیزه راغونډیدو او د لا ډیر فعالیت غوښتنی کولی. هغه ته اوس مهال په کار نه ده چی تفریح ته مخ کړی او سستی وکړی.

    د کمونست ګوند مشر ګینادی زیوګانف په دی باور دی چی؛ ولادیمیر پوتین « د دولت د بهرنی سیاست بیړی د ملی ګټو په لور راوګرځوله» او تر ډیره بریده اړین سیاست چلوی چی دخلکو لخوا یی ملاتړ کیږی.

    د آپریل د میاشتی د نظر پوښتنی  له مخی ویل کیږی چی د ولسمشری په راتلونکو ټاکنو کی به ولادیمیر پوتین ته ۷۶ سلنه خلک خپلی رایی ورکړی، د ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال د پیل څخه راپه دیخوا د خلکو په منځ کی د ولسمشر د اعتبار او د هغه د ملاتړ کچی ټول پخوانی ریکورډونه مات کړی دی.

    کارپوهان په دی سره سلا شوی چی د دولت د مشر د اوږد عمر لپاره هغه باید ستونزه چی د فعاله کادرونو سره شتون لری هواره شی، روسیی باید د یو تن تر لاس لاندی د اداری سیستم څخه بل یو ژور قانونی سیستم ته چی  تر ډیره بریده  لومړی شخص پوری تړلی نه وی، واوړی. ولادیمیر پوتین ښایی په ۲۰۱۸ زیږدیز — لمریز کال کی هم د ولسمشری په ټاکنو کی برخه واخلی، ځکه چی اوسمهال هغه بل شخصی الترناتیف نه لری.

    ټولنپیژندونکی  په دی اند دی چی تر ۲۰۱۸ زیږدیز — لمریز کال پوری ښایی د ولادیمیر پوتین د اعتبار کچه راټیټه نه شی، ښایی د هغه به ډیر مخالفین وی او وایی به چی ډیر موده ولادیمیر پوتین په واک کی پاتی شوی دی. سیګنالونه ، نوی دوری ته د ۲۰۱۸ زیږدیز- لمریز کال څخه هم په خپله د ولسمشر لخوا او هم د نوموړی د پلویانو لخوا اوریدل شوی دی. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی