په ژوندی پڼه خپرونه
    ولادیمیر پوتین نن د جان کیری سره کتنه کوی

    ولادیمیر پوتین نن د جان کیری سره کتنه کوی

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5601

    د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوی کاری اونی لپاره سوچی ته په سفر ځی او هلته به د وسله وال پوځ او دهیواد په دفاعی چارو کی بوخت وی. سر بیره پر دی د روسیی ولسمشر به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری سره هم کتنه وکړی.

    د « ریا نووستی خبری آژانس » د  روسیی ولسمشر د ویاند دیمیتری پسکوف په حواله خبر ورکوی، چی « ولسمشر نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره کتنه کوی».

    نوموړی زیاته کړه چی په دغی ناسته کی به د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف چی له دی مخکی به یی د جان کیری سره اوږدی او هر اړخیزه خبری تر سره کړی وی، هم برخه ولری، ولسمشر ته به هم سرګی لاوروف او هم جان کیری د خپلو خبرو د پایلو په هکله معلومات وړاندی کړی.

    د دیمیتری پسکوف په وینا، په دغی کتنه کی هر اړخیزه خبری په پام کی نیول شوی دی خو د روسیی پر ضد د لګیدلو بندیزونو په هکله خبری په اجندا کی نشته. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی