په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا له روسیی سره د همکاری د بیا پیلولو په هکله لیواتیا ښیی

    امریکایی رسنی: امریکا له روسیی سره د همکاری د بیا پیلولو په هکله لیواتیا ښیی

    © Fotolia/ jiawangkun
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7702

    سپینه ماڼی په څرګنده کرملن ته داسی سیګنالونه استوی چی هغه د اړیکو بیا تودیدیو و د همکاری بیا پیل ته تیاره ده. په دی هکله د « The Christian Science Monitor » مبصر په خپله تبصره کی لیکلی دی.

    د  «ریا نووستی» د اژانس د خبر سره سمُ مولف په دی هکله ډاډ څرګند کړی چی د امریکا اداره له روسیی سره د همکاری د بیا پیل په هکله سیګنال ورکوی او ویلی یی دی چی جان کری د روسیی د بهرنیو چارو له وزیر سرګی لوروف سره د کتنی په غرض سوچی ته سفر کوی.

    د GSM ورځپاڼی د واشنګتن د ملی ګټو د مرکز د رئیس دمیتری سایمس په وینا خبر ورکوی چی په څرګنده توګه په سترګو لیدل کیږی چی سوچی ته کری الوتنه کوی، نه لوروف واشنګتن ته. دا په دی معنی ده چی نووښت د امریکا له لوری وړاندی شوی دی.

    ورځپاڼه لیکی چی د کرملن په پته د سپینی ماڼی د وروستیو سختو څرګندونو سره سرهُ د اوباما اداره له روسیی سه د یو لړ مهمو نړیوالو مسالو لکه د سوریی د شخړی، د شمالی کوریا د مسالی او د هغه تروریستی ګواښ په حل کی چی د «اسلامی دولت» د ډلی څخه رامنځ ته کیږی، د روسیی همککاری ته اړتیا لری.

    د  «ریا نووستی» د اژانس د کرملن د رسنیزو چارو دفتر په حواله خبر ورکړی چی ولسمشر ولادیمیر پوتین به په سوچی کی له جان کری سره وګوری.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی