په ژوندی پڼه خپرونه
    د چک ولسمشر : په راتلونکی کی ښایی روسیه د اروپایی ټولنی غړی هیواد شی

    د چک ولسمشر دا خبره ممکنه وبلله چی روسیه ښایی په راتلونکی کی د اروپایی اتحادیی غړی شی

    © AFP 2016/ Michal Cizek
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5301

    د چک ولسمشر میلوش زیمان دا خبره مستثنی ونه بلله چی روسیه به په راتلونکو شلو کلونو کی د اروپایی اتحادیی غړی شی.

    زیمان د سه شنبی په ورځ د کمیرسانت له ورځپاڼی سره په مرکه کی وویل: د مثال په توګه، کیدلی شی چی روسیه د اروپایی اتحادیی غړی شی. ځکه چی زموږ اقتصادونه یو بل بشپړوی. روسیه معاصرو تخنالوژیو ته اړتیا لری، اروپایی اتحادیه د انرژی منابعو ته ضرورت لری.

    د چک د جمهوریت ولسمشر د روسیی په هکله د خبرو يه ترځ کی وویل چیُ د ده په نظرُ په هیواد کی په اوسنی وحت کی په عمده توګه دموکراسی موجوده ده.

    نوموړی زیاته کړه: لومړی داچی تاسی ازادی ټاکنی لری. دوم داچی، تاسی سیاسی ګوندونه لری. اپوزیسیون شتهُ خو که رښتیا ووایوُ هغه ضعیف دی، خو دا د اپوزیسیون ستونزه ده. هر څوک د ځان ځواب وایی، نه دی نورو. سر بیره پردی، دموکراسی د واک غیرمتمرکزول او د سیمو ځانی اداره ده. زما په نظر، تر ټولو عمده خبره داده ده چی واک له سیمو سره وویشل شی چی سیمو ته زیات حقوق ورکوی او دا د دموکراسی لاره ده.

    لویدیځ په ۲۰۱۴ کال کی څو ځله د روسیی پرخلاف د اوکراین د مسالی په خاطر څو ځله اقتصادی بدلونونه ولګول. وروستی ځل دا ډول بندیزونه د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کی ولګول شول    

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی