په ژوندی پڼه خپرونه
    د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو شورا

    د امریکی د بشر د حقوقو مدافعین: امریکایی چارواکی د نژادی جنایتونو پر وضعه خوله پټوی

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1401

    په امریکا کی د بشر له حقوقو سرغړونی

    د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د شورا غړی هیوادونه د بشر د حقوقو په اړوند د امریکا له یورنګه رپوټونو چی د سازمان شورا ته یی استوی، خپله ناخوښی څرګنده کړی ده.

    د ناخوښی علتونه ډیر زیات دی او په دی لړ کی په امریکا کی پر اعدام د نه بندیز شتوالی، په ګوانتانامو کی د ځانګړی زندان موجودیت، د ماشومانو له حقوقو څخه د دفاع له کنوانسیون سره د امریکا نه یوځای کیدل، له بندیانو او کډوالو سره د امریکایی چارواکو بد چلند او همدارنګه د هیواد د اصلی اوسیدونکو د نظر په پام کی نه نیول شامل دی.

    د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د شورا غړو په خاصه توګه دا خبره په ګوته کړه چی د پولیسو له لوری د هیواد د تورپوستو په وړاندی له زیات زورزیاتی څخه د کار اخیستل د دوی د خاصی ناخوښی سبب ګرزی. خبره د هغو جنایتونو پر سر مطرح ده چی د نژادی تبعیض پر بنسټ او د نژادی کرکی پر اساس تر سره کیږی.

    په دی اړوند څو هیوادونو د امریکا حکومت ته د بنسټیزو علتونو د څیړلو او لیری کولو وړاندیز وکړ چی په هیواد کی د دی وضعی د رامنځ ته کیدو سبب شوی دی.

    د « ریا نووستی» اژانس د امریکا د عدلیی د څانگی د مشر جیمس کادوگان  تبصره د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د شورا  دغړو د څرګندونو په اړوند داسی را نقل کړی: دا کومه نوی مساله نه ده، خو په فیرګیوسون و بالتیمور کی وروستیو پیښو دی مسالی ته اضافی پاملرنه راګرزولی ده. امریکا د پولیسو د بدی ګټی اخیستنی عادلانه او مستقلی څیړنی ته وفاداره ده او کله چی دا پرځای وی، لازم اقدامونه نیسی.

    د هیومن رایتس واچ سازمان غړی هم د بشر د حقوق په برخه کی په امریکا کی د موجودی خطرناکی وضعی په هکله خبری کوی.

    د یادشوی سازمان استاځی البه مورالیس وویل: د دوره یی عمومی رپوټ څیړنی نن د نړیوالی ټولنی ژوره اندیښنه، د امریکا د قضایی سیستم ژوری نیمګړتیاوی، خاصتاً، د نژادی نابرابری په هکله وښوده. موږ هیله من یو، چی امریکا پر اعدام د بندیز د لګولو

    او د سیمه ایزو امنیتی ارګانونو د مشرتابه د ښه کولو بلنی د زور څخه د بی حده زیات کاراخیستلو، خاصتاْ د افریقایی الاصله امریکایانو پرخلاف، جدی وګڼی. د نه کشف شوو جنایتونو د دوسیو لپاره د دعدالت په نامه د یوه غیرحکومتی سازمان د مشر جینیس ماکدونالدس په نظر، امریکایی چارواکی باید د قضایی سیستم اصلاحات تر سره کړی او همدارنګه نور باید د داسی پدیدی لکه نژاد پالنی د موجودیت نفی کول بند کړی.

    دی زیاته کړه: د بشر د حقوقو موضوع چی نن د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د شورا غړو هغی ته اشاره وکړهُ د زیات شمیر بین المللی تړونونو، کنوانسیونونو او معیارونو څخه سرغړونی بربنډی کړی او د بشر له حقوقو څخه د داسی زیاتو سرغړونو ریښه د امریکا په نژادپالونکی سیاست کی نغښتی ده. د بشر له حقوقو څخه د دی ډول سرغړونو په هکله د رپوټ ورکونی په برخه کی جدی نیمګړتیا موجوده ده او د هغوی په هکله د امریکا ځوابونه غیرمتناسب او متضاد دی.

    سیمه ایز اوسیدونکی باور لری چی سپینه ماڼی په شعوری توګه د نژادی تبعیض په برخه کی د قانون د استازو له لوری پر واقعی وضعه خوله پټوی.

    د ۲۲ کلنی تورپوستی نجلی چی پولیسو په ۲۰۱۲ کال کی په ډزو وژلی وه، ورو مارتین ایزیستون باور لری چی پولیس په امریکا کی په غیرقانونی توګه د خلکو د وژلو په هکله بښونکی علتونه لری. دی وایی چی نژادپالنه اوس په معاصره امریکا کی ډیره لویه ستونزه ده.

    ده وویل: تاسی څرنګه د هغی ټولنی د بدلولو نیت لری که چیری تاسی د هغی په هکله معلومات نه لری؟ تاسی څرنګه د هغه څه په هکله قضاوت کولی شی، چی تاسی پری نه پوهیږی او حتی نه یی پژنی او په هغی کی ژوند نه کوی؟ امریکا یوازی محاکمه کولی شی او دا محاکمه خاصتا به شیکاګو کی ډیره بی رحمه ده. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی