په ژوندی پڼه خپرونه
    د ولادیمیر پوتین او جان کیری کتنی د روسیی او امریکا تر منځ په اړیکو کی سړښت ویلی کړی دی

    امریکایی رسنی: د ولادیمیر پوتین او جان کیری کتنی د روسیی او امریکا تر منځ په اړیکو کی سړښت ویلی کړی دی

    © Sputnik/ Михаил Климентјев
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7601

    په سوچی کی د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری سره کتنه وکړه، په دی کتنه کی د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د اوکراین په ختیځ کی د حالاتو سربیره د دواړو هیوادونو تر مینځ د دوو اړخیزو اړیکو په هکله خبری وکړی.

     د امریکایی رسنیو په اند، د ولادیمیر پوتین او د جان کیری تر منځ خبرو د خوا تر منخ په اړیکو کی سړښت ویلی کړی دی. خو د اړیکو د ښه والی لپاره اوږده لاره پرته ده.

    د CNN تلویزیونی کانال خبر ورکړی، چی د ولادیمیر پوتین او د جان کیری تر منځ خبرو د خوا تر منخ په اړیکو کی سړښت ویلی کړی دی. خو د اړیکو د ښه والی لپاره اوږده لاره پرته ده.

    د امریکا د ګنکرس د کشف د اداری غړی جیمز ریش په دی هکله وویل چی؛ « د روسانو سره خبری ساده کار نه دی، هغوی په خپلو ګټو ډیر تینګار کوی ».

    امریکایی رسنی زیاتوی، سره له دی چی په اړیکو کی پرمختګ نه وو، خو د خبرو لهجه « ډیره آرامه » وه.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره هم کتنه وکړه، د واړو خواوو وویل چی د اوکراین د کړکیچ په تړاو د خواوو ترمنځ لید لوری بیلابیل دی خو دواړه خواوی په دی باور لری، چی دغه ستونزه باید د خبرو له لاری هواره شی.

    د روسیی د ولسمشر سلاکار یوری اوشاکوف په دی هکله وویل، چی په کریملن کی د روسیی د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د بهرنیو چارو  وزیر جان کیری کتنی ته د دواړو هیوادونو تر منخ د همکاریو د راستیدو او د اړیکو د رغیدو د لومړیو نښو په توګه ګوری.

    د « تاس » خبری آژانس د روسیی د ولسمشر د سلاکار اوشاکوف له قوله کاږی؛ « زمونږ ولسمشر په ناسته کی زمونږ د اصولی خوښی له مخی د دواړو خواوو تر منخ د ښو اړیکو راستنیدو په هکله چی د روسیی ګټی او هیله لرو چی د امریکا ګټو ترڅنګ به  نړیوال ثبات او امنیت چی ډیر د پام وړ دی، هم په کی خوندی وی، خبری وکړی».

    د ولسمشر سلاکار زیاته کړه؛ « دا په اړیکو کی پرمختګ نه وو، خو دا د دواړو سترو هیوادونو تر منخ د ښو اړیکو او د همکاریو د رغولو په موخه د پوهاوی لومړی نښی وی، نو خکه خو مونږ دغه اریکه دیر ګټوره، اړینه او مثبته ارزوو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی