په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا د متحده ایلاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیری

    کیری: امریکا متحده ایلات د روسیی د « С-300 » ډوله راکټی سیستم د ورکړی په هکله اندیښنه لری

    © AP Photo/ Andrew Harnik
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9511

    امریکا ، ایران ته د« С-300 » ډوله راکټی سیستم ورکړه سر غړونه نه ګڼی خو فکر کوی چی منفی اغیز به ولری ، دغه څرګندونی د امریکا د متحده ایلاتو بهرنیو چارو وزیر جان کیری کړی دی.

    د امریکا د متحده ایلاتو د بهرنیو چارو وزیر په سوچی کی د روسیی د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره د خبرو په پایله کی وویل چی؛« زه فکر کوم ، ټولو ته ښه معلومه ده چی مونږ د« С-300 » ډوله راکټی سیستم د ورکړی په هکله اندیښنه لرو ، دا هم معلومه ده چی پینځه کاله مخکی دغه بهیر پیل شوی دی، او د ملګرو ملتونو په پریکړه لیک کی په دی هکله ویل شوی چی دا جواز لری، نو ځکه خو هم دلته د اصولو او یاهم د قانون څخه د سرغړونی په هکله خبره نه ده، مونږ وایو چی دا اوسنی وخت د دی لپاره برابر نه دی او اغیز یی ښایی منفی وی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی