په ژوندی پڼه خپرونه
    الکسی پوشکوف: امریکا د لومړی ځل لپاره منلی چی کیف د مینسک هوکړه لیکونه نه پلی کوی

    الکسی پوشکوف: امریکا د لومړی ځل لپاره منلی چی کیف د مینسک هوکړه لیکونه نه پلی کوی

    © Sputnik/ Vladimir Fedorenko
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3901

    د روسیی په پارلمان کی د نړیوالو چارو د کمیتی استازی الکسی پوشکوف خبریالانو ته وویل؛ چی امریکا د لومړی ځل لپاره منلی چی کیف د مینسک هوکړه لیکونه نه پلی کوی.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جان کیری په سوچی کی د روسیی د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره د خبرو په بایه کی خبریالانو سره د خبرو د پایلو په هکله ویلی وو چی، واشنګټن د اوکراین ولسمشر ته مشوره ورکوی ، مخکی له دی چی د دانیڅک د هوایی ډکر تر خپل کنترول لاندی راوستلو په موخه پریکړه وکړی لومړی باید فکر وکړی.

    تر څه موده مخکی پوری واشنګټن په دی ټینګار کړ چی « هغوی په روښانه توګه وینی، چی کیف د مینسک د هوکړه لیکونو پلی مولو ته تیار دی ».

    الکسی پوشکوف زیاته کړه چی؛ « د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خبرو له مخی ښکاری ، چی امریکا په اصل کی د کیف لخوا دغه تیاری نه وینی، امریکا باور لری چی دواړه لوری سرغړونی کوی، خو امریکایانو دا د لومړی ځل لپاره ومنله چی کیف د مینسک هوکړه لیکونه نه پلی کوی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی