په ژوندی پڼه خپرونه
    ناتو د روسیی سره د همکاریو د نه شتون له کبله خواشینی ده

    ناتو د روسیی سره د همکاریو د نه شتون له کبله خواشینی ده

    © AP Photo/ Yves Logghe
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6001

    ناټو په اوکراین کی د کړکیچ له کبله د روسیی سره د همکاریو د نه شتون په هکله خواشینی څرګنده کړی ده.

    دغه څرګندونی د سی شنبی په ورځ د ناټو د رسنیزو چارو دفتر مرستیالی کارمن رامیرو د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډی په اوږدو کی وکړی.

    رامیرو په دی هکله د خبرو پر مهال وویل چی؛ « مونږ د وروستیو شلو کلونو په اوږدو کی په اغیزمنه توګه د روسیی سره کار وکړ چی د روسیی سره نژدی همکاری وکړو او ډیر ناخوښ یو چی دغه بهیر ودرید، مونږ په راتلونکی کی هم د همکاریو دوام ته هیلمن یو خو د خواشینی سره مونږ دی کار ته دوام نه شو ورکولای». 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی