په ژوندی پڼه خپرونه
    سیاست

    په روسیی کی د پوځی روبت ( خپلکاره ماشینونو ) آزمایښت تر سره شو

    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 18911

    د روسیی په جنوب کی د « اوران » د کورنی د هر آړخیزه تخنیکی خپل کاره پوځی ماشینونو د آزمایښتونو کومپلکس د روسیی په جنوب کی په پولیګون په بریالی توګه تر سره شو. د روسیی د دفاعی - صنعتی چارو اداری لخوا په دی هکله خبر ورکول شوی دی.

    په خبر کی دا هم ویل کیږی چی د دغه تخنیکی ماشین اداره د ډیری لری واټن څخه تر سره کیږی.

    د دفاعی ـ صنعتی چارو په اداره کی سرچینه خبر ورکوی، چی دغو خپل کاره ماشینونو د لومړی ځل لپاره په پوځی قطعه کی پوځی دندی پرمخ بوولی دی.

    د دغه نوی پوځی تخنیک د پیژندلو په موخه  نوواروسیسک ښار ته څیرمه پوځی پولیګون ته د روسیی د دفاع د چارو وزیر ستر جنرال شایګو هم راغلی وو. د شایګو د سفر له امله د روسیی د دفاعی ـ صنعتی چارو د اداری غونډه چی باید د ولسمشر پوتین تر مشری لاندی جوړه شوی وی، هم ځنډیدلی ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی