په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا د دافع هوا سیستمونه ښایی د یمن کړکیچ تیز کړی

    څیړونکی: د امریکا د دافع هوا سیستمونه ښایی د یمن کړکیچ تیز کړی

    © Sputnik/
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9701

    د امریکا د متحده ایالاتو او د فارس د خلیج د هیوادونو پلان چی سیمه کی د دافع هوا د راکټو ضد سیستم جوړ کړی، ښایی په یمن کی د خپل مینځی جګړو لامل شی. په دی هکله څرګندونی د ختیځ پیژندنی د عربی او اسلامی څیړنیز مرکز علمی همکار باریس دالګوف کړی دی.

    د پنجشنبی په ورځ د امریکا ولسمشر د فارس د خلیج د عربی نړی د همکاری د شورا غړو هیوادونو مشرانو سره د کمپ دبوید په ماڼی کی غونډه وکړه، د غونډی په پای کی د فارس د خلیج د عربی نړی د همکاری د شورا غړو هیوادونو مشرانو پریکړه وکړه، په پریکړه کی ویل شوی، چی د دافع هوا د راکټو ضد سیستم جوړ کړی. له دی سره د امریکا متحده ایالاتو څرګنده کړه، چی واشنګټن چمتو دی په تخنیکی برخه کی تامینات وکړی.

    د ختیځ پیژندنی د عربی او اسلامی څیړنیز مرکز علمی همکار باریس دالګوف وایی،« روښانه ده، چی دغه سیستم د ایران پرضد جوړیږی» ځکه چی دعربی نړی هیوادونو د ۱۹۷۹ زیږدیز- لمریز کال د انقلاب وروسته ورته د ګواښ په سترګه کتل.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس کاږی چی، دالګوف زیاته کړه؛ « دغه بی لامله هم ځکه نه وو، چی هغه مهال د ایران مشر تابه د فارس خلیج په هیوادونو کی د نړیوال اسلامی انقلاب پراختیا غوښته خو اوسمهال د ایران مشرتابه ځو ځو ځلی څرګنده کړی، چی دا اوسمهال د ایران سیاست نه دی، حتی په یمن کی د شخړی پرمهال یی هم د مقابلی سیاست پریښی دی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی