په ژوندی پڼه خپرونه
    الکساندر ګروشکو: روسیه هیله لری، چی د ناټو پوځی سازمان لیکو ته د اوکراین او ګرجستان د شاملیدو په لاره کی به هوښیار چلند خپل شی

    الکساندر ګروشکو: روسیه هیله لری، چی ناټو به د خپل پوځی سازمان لیکو ته د اوکراین او ګرجستان د شاملیدو په لاره کی هوښیار چلند خپل کړی

    © AP Photo/ Virginia Mayo, File
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 11811

    د ناټو پوځی سازمان کی د روسیی استازی الکساندر ګروشکو وویل، چی مسکو هیله لری د ناټو پوځی سازمان لیکو ته د اوکراین او ګرجستان د شاملیدو په لاره کی به هوښیار چلند خپل شی او دغه سارمان به د خپلو لیکو د پراختیا په برخه کی د بی فکره سیاست څخه ډډه وکړی.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس د الکساندر ګروشکو له قوله کاږی؛ « زه وایم چی بلاخره باید هوښیار چلند غوره او سالم عقل حاکم شی او د دغو له ګواښه ډکو سیاسی لوبو او بی فکره سیاست څخه چی دغه سارمان د خپلو لیکو د پراختیا په برخه کی د فشار راوستلو په موخه پیل کړی، ډډه وکړی او په څنګ یی پریږدی او زمونږ سیالان حالاتو ته د ګډو ګټو له لید لوری اروپا کی امنیت ته پاملرنه وکړی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی