په ژوندی پڼه خپرونه
    ظریف: شپږګونی د ایران د اتمی پروګرام د موافقه لیک د موادو په هکله واحد دریځ نه لری

    ظریف: شپږګونی د ایران د اتمی پروګرام د موافقه لیک د موادو په هکله واحد دریځ نه لری

    © East News/ AP Photo/Keystone,Laurent Gillieron
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 42 0 0

    د بین المللی منځګړو شپږګونی لا تر اوسه د ایران د اتمی پروګرام د مسالی د حل په هکله واحد دریځ نه لری. دا ټکی د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د المان د شپیګل مجلی سره د شنبی په ورځ په مرکه کی څرګند کړ.

    ظریف وویل: موږ، په عمده توګه، په ټولو اساسی ټکو په لوزان کی بحث کړی، خو هغوی باید اوس داسی فورمولبندی شی، تر څو دا د ټول — د ایران، د بین المللی منځګړو د شپږګونی، یعنی امریکا، چین، روسیی، فرانسی، انګلستان او المان او همدارنګه د اروپایی اتحادیی د منلو وړ وی. د ځینی مسالو په هکله لا تر اوسه واحد دریځ وجود نه لری.

    در ظریف په وینا، ښکاره ده چی د اروپایی اتحادیی او امریکا ټول بندیزونه به د موافقی د لاسلیک کیدو په نتیجه کی لغو کړی شی که څه هم پروسیجر به مختلف وی، د تهران له پاره نتیجه ټاکونکی اهمیت لری.

    ظریف وویل چی د ایران د اتمی پروګرام په هکله د وروستی موافقی لاسلیک کیدل د تهران او واشنګتن د دریځونو د سملاسی نژدی کیدو معنی نه لری.

    یو شمیر عربی هیوادونه لکه سعودی عربستان، کوویټ، بحرین، عربی متحده امارات، عمان او همدارنګه اسراییل له تهران سره موافقه غندی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی