په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی د بهرنیو چارو  وزارت

    د روسیی د بهرنیو چارو وزارت: روسیه د وسلو د سوداګری نړیوال تړون سره نه یو ځای کیږی

    © AFP 2016/ Alexander Nemenov
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 97 0 0

    روسیی پریکړه کړی، چی د وسلو د سوداګری د نړیوال تړون سره یو ځای نه شی، ځکه چی ډیر ضعیف دی. په دی هکله خبر د روسیی د بهرنیو چارو وزارت پر وسلو د کنترول او نه پراختیا د چارو د یپارتمنت ریس میخاییل اولیانف ورکړی دی.

    د « تاس » خبری آژانس د میخاییل اولیانف له قوله خبر ورکوی؛ « مونږ پریکړه وکړه چی ورسره یو ځای نه شو، ټول « نه » او « هو » مو سره وتلل، او بیا مونږ پریکړه وکړه، چی دا زمونږ لپاره ضرور نه ده».

    اولیانف څرګنده کړه چی د وسلو د سوداګری نړیوال تړون یو « ډیر ضغیفه تړون دی » او « په خپلو غړو ځانګړی فشار هم راوړی ». سر بیره پر دی په دغو اصولو کی د بدلونونو راوستل یواځی د رایی وروسته ښوونی ده. نوموړی زیاته کړه، « هیڅ څوک نه پوهیږی چی دغه تړون به ۲۰ — ۳۰ کاله وروسته څنګه وی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی