په ژوندی پڼه خپرونه
    ۳۵ زرو تنو څخه ډیرو جاپانیانو « اکیاناو » ته د امریکایی پوځی اډی راوړلو سره خپله ناخوښی څرګنده کړه

    ۳۵ زرو تنو څخه ډیرو جاپانیانو « اکیاناو » ته د امریکایی پوځی اډی راوړلو سره خپله ناخوښی څرګنده کړه

    © Flickr/ Grantuking
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 60 0 0

    ۳۵ زرو تنو څخه ډیرو جاپانیانو په لوی میتینګ کی، چی« اکیاناو » ته د امریکایی پوځی اډی د راوړلو او په دی ځای کی د نوی هوایی ډګر د جوړولو سره د خپلی ناخوښی او مخالفت څرګندونه وکړه، برخه واخسته. ځایی خلک د دغی پوځی اډی بلی سیمی ته لیږد نه بلکی په بشپړه توګه د دغی لری پرتی لویدیځی سیلانی سیمی څخه د امریکایی پوځی اډی ویستل غواړی.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس خبر ورکوی، چی په ستدیوم کی د « اکیاناو » والی تیکیسی اوناګا، چی په دغی سیمه کی د پوځی هوایی اډی جوړولو سره مخالف دی او په هغو سیمو کی چی د اوسیدونکو خلکو شمیر لږ دی د حوړولو وړاندیز کوی، نوموړی په خپله وینا کی خلکو ته وویل؛ « ډیره هڅه به وکړی چی خپله وعده تر سره کړی او په « خینوکو » کی به د نوی پوځی هوایی اډی جوړولو مخنیوی وکړی».

    اوسمهال د ټولو امریکایی وسله والو پوځیانو څخه چی په جاپان کی شمیریی ۴۷ زرو تنو ته رسیږی، ۲۷ زره تنه په « اکیاناو » کی ځای پر ځای دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی