په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنی: په زور روسیه ماته نشوه – اوس امریکا چل ته لاس اوږد کړ

    رسنی: په زور روسیه ماته نشوه اوس امریکا چل ته لاس اوږد کړ

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 169 0 0

    روسیی ته د جان کیری سفر چی د مای د میاشتی د ۹ نیټی د جشن وروسته تر سره شو، ډیر تاوده بحثونه راپورته کړی دی.

    روسیی ته د جان کیری سفر چی د مای د میاشتی د ۹ نیټی د جشن وروسته تر سره شو، ډیر تاوده بحثونه راپورته کړی دی، نو خکه خو هم خبریال او د سیاسی چارو کار پوه پول کریت روبیرتس د حیرانتیا څرګندولو سره وایی ، چی د مای د میاشتی په ۹ مه نیټه جان کیری پوتین له پامه وغورځاوه او د مای په ۱۲ مه نیټه یی په اوکراین کی د واشنګټن په لاسپوځی حکومت نیوکی وکړی.« ښایی واشنګټن ته روغ اند راستون شوی وی ».

    د مای د میاشتی د نهمی نیټی د رسم ګذشت مراسمو وښوده چی روسیه په لوړه ګچه پوځی زبر ځواک دی، چین او هند کوم چی نه یواځی لوی هیوادونه دی بلکی د وګړو شمیر یی هم ډیر دی، د روسیی ملاتړی دی. مسکو وښوده چی امریکا د روسیی په کلابندی کی نه یواځی ډیره لویه ماته وخوړه، بلکی د « بریکس » د ټولنی هیوادونه یی نور هم یو موټی کړل.

    کریت پول روبیرتس د خپلو خبرو په دوام کی وویل چی، د دولتونو په تاریخ کی دوه لوی اروپایی دولتونه، د ناپلیون فرانسه او د هټلر جرمنی وروسته له هغی چی په روسیی برید وکړ له مینځه تللی دی.

    خبریال کریت پول روبیرتس زیاته کړه؛ « لویی غوښتونکی امریکا د خپلو ګټو لپاره د روسیی سره اروپا په شخړه کی ښکیل کړه».

    لویدیځ والو په زور روسیه ماته نشوه کړی ، اوس یی چل ته لاس اوږد کړ.« که د غربی نړی خلک د واشنګتن د پولیسی دولت له ویری چی په ټوله غربی نړی کی یی حاکم کړی، تښته کوی نو مونږ پوتین څخه غواړو چی د هغوی په چل باور ونه کړی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی