په ژوندی پڼه خپرونه
    د اروپا سره د نوو تړونونو وخت رارسیدلی دی

    د اروپا سره د نوو تړونونو وخت رارسیدلی دی

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 52 0 0

    د روسیی د « دولتی دوما » استازی سرګی ناریشکین د « روسیسکایه ګازیتی » لپاره په خپلی لیکنی کی اروپا ته د یو موټی کیدو په موخه د نوی اجندا د ګډی پلتنی بلنه ورکړی ده.

    د روسیی د پارلمان استازی لیکی چی، « د ننیو سیاستوالو په پرتله هغو خلکو چی د لوی اروپا د جوړولو تهداب ایښی وو، د لومړی او دوهمی نړیوالی جګړی درسونه په یاد وو. یوه ډله وایی چی د ناټو پراختیا یوه تیروتنه وه او د اروپا د وچی څخه په زرګونو کیلومتره لری د هیواد په لومړیو لیکو کی ودریدل په خپله د ګواښ سره خان مخامخ کول دی».

    نارشکین اروپایی هیوادونو ته خبرداری ورکوی، چی که اروپا اوسمهال مقاومت ونه کړی نو په اقتصادی برخه کی په بشبړه توګه خپله خپلواکی له مینځه وړی.

    سرګی نارشکین لیکی؛ چی په اروپا کی اپوزیسیون په دی ښه پوهیږی، چی امریکا نه د جغرافیا له مخی او نه هم د لید لورو له مخی د روسیی څخه ور نژدی نه ده، خو په دولتی ادارو کی د بیروکراسی له امله اروپایی ټولنه خنډ سره مخ شوی ده. « څومره چی د متحده ایالاتو د زور خبری رسوا کیږی، هومره اروپایان په دی پوهیږی چی یو ځل بیا یی تیر ویستی دی». 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی