په ژوندی پڼه خپرونه
    پنتاګون منلی، چی امریکا په سوریی کی د « اسلامی دولت » د ډلی پر ضد عملیات تر سره کړی دی

    پنتاګون منلی، چی امریکا په سوریی کی د « اسلامی دولت » د ډلی پر ضد عملیات تر سره کړی دی

    © Sputnik/
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 61 0 0

    په سوریی کی امریکا په یو لړ پوځی عملیاتو کی د « اسلامی دولت» د ډلی لوړ پوړی چارواکی چی ابو سیاف نومیده، له منځه وړی دی او ښځه یی نیول شوی ده، په دی هکله خبر د امریکا د ملی امنیت استازی بریندیت میخین ورکړی دی.

    د میخین په وینا، « ابو سیاف د عملیاتو په بهیر کی د امریکا یی پوځیانو سره بی له مقاومته وژل شوی دی ». دغه عملیات د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د لارښوونی سره سم تر سره شوی دی.

    د سپینی ماڼی استازی وویل چی د ابو سیاف ښځه چی اوم نومیږی نیول شوی ده او اوسمهال پریکړه نیول کیږی، چی کوم ځای ته یی ولیږدوی.

    د سپینی ماڼی استازی زیاته کړه، چی ابو سیاف په عراق او سوریی کی په قاچاقی توګه نفت او ګاز راویستل او په دی توګه د « اسلامی دولت » د ډلی مادی ملاتړی وو.سیاف په پوځی عملیاتو کی برخه اخشتی او ښځه یی هم په تروریستی کړنو تورنه ده.

    د سپینی ماڼی لخوا په خبر کی ویل کیږی، چی دغه عملیات د سوریی د چارواکو په اجاره د هیواد په ختیځ کی تر سره شوی دی. امریکا په دی باور لری چی دغه عملیات د امریکا او د نړیوال قانون په رڼا کی تر سره شوی دی.

    د « New York Times » ورځپاڼه کاږی چی، د « اسلامی دولت » پر ضد د امریکا د متحده ایالاتو پوځی عملیات په دریو برخو ویشل شوی دی ، لومړی د تروریستانو په اډو د هوایی ځواکونو بمباری ده، دوهمه برخه؛ د عراق د پوځیانو، کردانو او ښایی د سونیانو ښه روزنه او پوځی برخه کی اکمالول دی، دریمه برخه یی په سوریی کی د « اسلامی دولت » د ډلی جنګیالیو او د اډو له مینځه وړل دی، چی ښایی دریمه برخه به یی د اوباما وروسته د بل ولسمشر په دوره کی تر سره شی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی