په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی وسله وال پوځ د نړی د پیاوړو وسله والو ځواکونو په نوملړ کی دوهم ځای خپل کړی دی

    د روسیی وسله وال پوځ د نړی د پیاوړو وسله والو ځواکونو په نوملړ کی دوهم ځای خپل کړی دی

    © Sputnik/ Ramil Sitdikov
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 283 0 0

    د روسیی وسله وال پوځ د نړی د پیاوړو وسله والو ځواکونو په نوملړ کی وروسته د امریکا د وسله وال پوځ څخه دوهم ځای خپل کړی دی.

     د « Business Insider » د معلوماتو له مخی ویل کیږی، چی د روسیی وسله وال پوځ د خپلی پیاوړتیا له مخی د چین،د هند او د انګلستان د وسله وال پوخونو چی ۳ ، ۴ او پینځم ځایونه یی خپل کړی دی، مخکی شوی دی.

    د « Business Insider » څیړونکی د « Global Firepower » په حواله وایی چی؛ په دغه نوملړ کی ۱۲۶ هیوادونه په سترګو کیږی، چی لومړی ځای په کی امریکا، وروستی ځای په کی د سومالی هیواد او دوهم ځای روسیی نیولی دی.

    د کارپوهانو په باور، په دی کی هیڅ د حیرانتیا خبره نشته چی امریکا لومړی ځای خپل کړی دی، واشنګټن هر کال په خپلو دفاعی چارو ۵۷۷ ملیارده ډالره لګښت کوی، چی دا څلور ځلی د چین او ۱۰ ځلی د روسیی د لګښت څخه لوړ دی.

    د « Global Firepower » د کارپوهانو په باور په سړه جګړه کی د امریکا اصلی سیال هیواد روسیی چی دوهم ځای یی خپل کړی دی ، ډیر پیاوړی وسله وال پوځ، تر ۱۵ زرو ډیر ټانکونه لری، چی شمیر یی د امریکا د ټانکونو سره دوه برابر دی او په همدی ډول سره د سمندریز پوخ په برخه کی هم ډیر د پام وړ دی. کارپوهان په دی هکله وایی؛ چی روسیه د پوخیانو د شمیر له مخی څلورم ځای او د نفتو د پلورونکو د هیوادونو په نوملړ کی هم یو ستر هیواد دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی