په ژوندی پڼه خپرونه
    ویکتوریه نولاند: په مسکو کی د کتنی پر مهال په دانباس کی د ټاکنو په هکله خبری وشوی

    ویکتوریه نولاند: په مسکو کی د کتنی پر مهال په دانباس کی د ټاکنو په هکله خبری وشوی

    © AP Photo/ Boris Grdanoski
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 49 0 0

    د بهرنیو چارو وزیر په اروپا او اوریښیا په چارو کی سلاکاره ویکتوریه نولاند مسکو ته په رسمی سفر راغلی. نولاند د روسیی د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو ګریګور کراسنوف او سرګی ریبکوف سره کتنی وکړی.

    تر هر څه د مخه نولاند په ډاګه کړه، چی د روسیی د بهرنیو چاروو په وزارت کی خبری اغیزمنی، ګټوری او هر اړخیزه وی.

    نولاند زیاته کړه؛ « د ریبکوف او کراسنوف سره په خبرو کی په دانباس کی د ټاکنو او د اوربند د بهیر پلی کیدو په هکله خبری وشوی».

    نولاند دا هم وویل، چی د امریکا متحده ایالات د مینسک د موافقتنامو څخه چی په اوکراین کی د حالاتو د روغاوی په هکله دی، ملاتړ کوی. دا چی امریکا د مینسک په موافقتنامو کی برخه نه لرله خو هڅه کوی چی د پریکړو په عملی کولو کی اغیز ولری.

    نولاند په خپلو خبرو کی څرګنده کړه، چی « د امریکا متحده ایالاتو او روسیی تر مینځ په اوکراین کی د حالاتو په هکله د خبرو لپاره د مخامخ اړیکو کانال شته چی د اړتیا په وخت کی خبری وکړی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی