په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی او  چین پوځی بیړیو ګډ مانورونه  تر سره کړل

    د روسیی او چین پوځی بیړیو ګډ مانورونه تر سره کړل

    © REUTERS/ Kim Hong-Ji
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 157 0 0

    د روسیی او چین پوځی بیړیو « د ۲۰۱۵ - سمندری همکاری » په نامه د شپی پر مهال د اړونده چارو سمندریزو ښوونو ګډ مانورونه تر سره کړل.په دی هکله خبر د روسیی د دفاع د چارو وزارت ورکړی دی.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس د روسیی د دفاع د چارو وزارت د سمندریزو ځواکونو  د رسنیزو چارو د  دفتر د استازی د لومړی درجی کپیتان د ایګر دیګاله له قوله خبر ورکوی، چی « د شپی پر مهال مانورونه د بیړیو څلورو تاکتیکی ګروپونو لخوا تر سره شول، د سیګنالونو د ورکړی او په لیکه کی د ځای نیولو د بیلابیلو ډولونو سر بیره د دغو ګډو مانورونو په اوږدو کی د اوبو په سر او په هوا کی د دغی سیمی د حالاتو څیړنه هم تر سره شوه، د روسیی او د چین د پوځی بیړیو دغه بهیر د روسیی د سمندریزو ځواکونو د لومړی درجی کپتان الکساندر اکون په قوماندی تر سره شوی دی».

    په دغی اداره کی په دی هکله زیاتوی، چی د مای د میاشتی په ۱۹ مه نیټه د روسیی او چین سمندریز ځواکونه د نړیوالو اوبو په ځینو برخو کی د امنیت د خوندیتوب په موخه هم ښوونیزی چاری تر سره کړی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی