په ژوندی پڼه خپرونه
    مدویدیف : افغانستان ته د وسلو د ترانزیت پریکړی خپل اعتبار د لاسه ورکړ

    مدویدیف : افغانستان ته د وسلو د ترانزیت پریکړی خپل اعتبار د لاسه ورکړ

    © Sputnik/ Mikhail Klimentjev
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 137 0 0

    د روسیی د حکومت مشر دیمیتری مدویدیف څرګنده کړه ، هغی پریکړی چی له مخی یی د روسیی څخه افغانستان ته د پوځی مهماتو د ترانیزیت چاری سمبال شوی وی، خپل اعتبار د لاسه ورکړ.

    د یادولو وړ ده، چی افغانستان ته د روسیی د خاوری څخه د امریکا د پوځی تخنیک ، پوځی مهماتو او پوځیانو د ترانزیت په هکله موافتنامه د ۲۰۰۹ زیږدیز- لمریز کال په مسکو کی د جون په میاشت کی لاسلیک شوی وه. د دغی موافقتنامی له مخی امریکایی هوایی ځواکونو کولای شو چی په کال کی د روسیی د هوایی کرښی له لاری افغانستان ته ۴۵۰۰ پروازونه تر سره کړی.

    دغی موافقتنامی هیځ سوداګریز اړخ نه درلود او له مخی افغانستان ته د امریکایی پوځیانو په لیږد کی ،  د سوند د توکو په برخه کی او په  ډیرو نورو اړونده هوایی چاروکی امریکایانو ډیره ګټه پورته کوله.

    د تیر کال د دسامبر په میاشت کی هم امریکا خپل پوځی ځواکونه افغانستان ته او د افغانستان څخه د روسیی د خاوری په سر په هوایی کرښی ولیږدول او د دواړو خواوو تر مینځ په اړیکو کی کړکیچ  د دغه بهیر خنډ نه شو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی